د طالبانو ټولګټو وزارت او ځايي چارواکو خبر ورکړی، چې د زياتې واورې او توپان له کبله سالنګ او د غور- بامیان- کابل لار د ترافیکو پرمخ تړلې ده. د میدان وردګ طالب چارواکو هم له خلکو او موټروانانو غوښتي، چې د کابل- غزني او کابل – باميان پر لار د سفر پر مهال له احتیاط کار واخلي.
په غور ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، د تېرې شپې درنې واورې او توپان له امله د کابل ـ غور لویه لاره د تګ راتګ لپاره تړل شوې ده. دوه ورځې وړاندې هم د غور ولایت د بند بکک لاره د تګ راتګ لپاره تړل شوې وه، چې تېره ورځ بېرته پرانیستل شوه.
په میدان وردګو ولایت کې د طالبانو د رسنیو دفتر وایي، د درنې واورې او توپان له امله د کابل_بامیانو لار د جلریز ولسوالۍ د اونۍ په کوتل کې تړل شوې ده.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې نن (د مرغومي ۱۳مه نېټه) په ۳۳ ولایتونو کې د شړکنده باران، واورې، تېزو سېلیو او خاورو دوړو رالوتو اټکل کړی دی.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په غور ولایت کې د بندبکک لاره د لنډمهال لپاره د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د ټرانسپورټ وزارت د هوا پیژندنې ادارې نن او سبا په لویدیځو، مرکزي سوېل ختیځو او ختیځو ولایتونو کې د درنې واورې، باران او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
د ملګرو ملتونو د خوراکي توکو او کرنې ادارې په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د روان زیږدیز کال له پیله تر اوسه پورې یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۹ زره او ۵۰۰ بزګرانو ته د حاصلاتو د ښه تولید په موخه روزنیز پروګرامونه چمتو کړي دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (ایفاېاو) ویلي، چې مراکشي ملخان د افغانستان د غنمو تولید لپاره له تر ټولو لویو ګواښونو څخه ګڼل کېږي او په ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې یې له دغو حشرو څخه د خوندیتوب په برخه کې مبارزه کړې ده.
طالبان وایي، چې د سالنګ لویه لاره به سر له سبا (د مرغومي څلورمه) د سوداګریزو موټر او مساپرو لپاره بېرته پرانیستل شي. دغه لاره له تېرې اوونۍ راهیسې د رغونې چارو له امله تړل شوې وه.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس خبر ورکړی، چې د کابل ـ غور لویه لاره د درنې واورې ورېدو له امله د تګ راتګ لپاره تړل شوې ده. هغه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه لاره په بندبکک سیمه کې تړل شوې ده.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې د هرات ـ تورغونډۍ لویه لاره د درنې واورې ورېدو له امله د تګ راتګ لپاره وتړل شوه.
د طالبانو تر واک لاندې د ټرانسپورټ او هوايي چلند اړوند د هوا پوهنې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د یک شنبې ورځي لپاره د سالنګ، په ګډون په هرات، فراه، بادغیس، فاریاب، غور، سرپل، جوزجان، بلخ، سمنګان، بامیان او ډایکنډي ولایتونو کې د شدیدو بارانو او واورې اوریدو اټکل کړی دی.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس په یو راپور کې لیکي، چې په کابل کې د هوا د ککړتیا له امله د کابل ښاریانو او د دغه ښار له مخورو سره د ښاروالۍ په انګړ کې ناسته شوې او هغو کسانو ته خبرداری ورکړل شوی چې د هوا د ککړتیا په مخنیوي کې ناغېړي کوي.