د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس خبر ورکړی، چې د کابل ـ غور لویه لاره د درنې واورې ورېدو له امله د تګ راتګ لپاره تړل شوې ده.
هغه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه لاره په بندبکک سیمه کې تړل شوې ده.
په غور ولایت کې د طالبانو د ټولګټو چارو ریاست وایي، چې د دغې لارې د خلاصون لپاره یې هلې ځلې روانې دي.
د ایکس په دغه یادښت کې دارنګه راغلي، چې په سالنګونو کې هم له تېرې شپې راهیسې واوره ورېږي.
د هغه په وینا، په شمالي او سوېلي سالنګونو کې د واورې کچه تر ۷سانتي مترو رسېدلې، د دید کچه درې کیلومټره، د سېلیو چټکوالی په یوې شېبه کې دوه متره، د تودوخې لوړه درجه منفي ۱.۵ او د تودوخې ټیټه درجه بیا منفي ۷ ته رسېږي.
هغه زیاته کړې، چې پر دغې لارې لاهم د موټرو تګ راتګ دوام لري.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت له خلکو غوښتي، چې پر دغې لارې د سفر پرمهال لازم ژمني تجهیزات له ځان سره ولري او ټرافیکي قانون مراعت کړي.
تېره ورځ هم د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی و، چې د هرات ـ تورغونډۍ لویه لاره د درنې واورې ورېدو له امله د تګ راتګ لپاره تړل شوې ده.
دغه اژانس یکشنبه (د لېندۍ ۲۵مه) پر اېکس پاڼه لیکلي و، چې دغه لاره د کشک رباط سنګي ولسوالۍ په «بقرچر» سیمه کې تړل شوې ده؛ خو طالبانو لا د دغې لارې د خلاصون په اړه څه نه دي ویلي.
د ژمي په رارسېدو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د درنو واورو له امله وخت ناوخت ځینې لویې او وړې لارې تړل کېږي.