د افغانستان لپاره د ایران پخوانی سفیر په افغانستان کې د اوبو نویو بندونو ته په اشاره وايي، «ځینې لوري د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو خرابولو هڅه کوي.»
فدا حسین مالکيزیاتوي، چې په افغانستان کې د بندونو د جوړولو وروستي اقدامات به خامخا د ایران لپاره د ستونزو سبب شي.
فداحسین مالکي د ایران له مهر رسنۍ سره په خبرو کې د ایران په سرحدي سیمو کې د طالبانو له لوري د اوبو د بندونو جوړولو ته په اشاره ویلي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان د ګاونډیانو په ځانګړې توګه له ایران سره د حقوقي او سرحدي ستونزو او د حقابې مسلې په اړه اندیښنې راپورته شوې دي. «په دې وروستیو کې موږ ولیدل چې داسې ډلې شته چې د دې هیواد او ایران ترمنځ د سرحدي تاو تریخوالي او د اوبو شخړې رامینځته کول غواړي. موږ په افغانستان کې د ډلو او هېوادونو شتون تاییدوو او هغوی د افغانستان او ایران د اړیکو د خرابولو په لټه کې دي.»
نوموړی وایي، چې په افغانستان کې د بندونو جوړول د ایران په زیان دي او:« دا د دې حقیقت ښودنه کوي چې ایران ته د زیان رسولو لپاره یوه پروژه جوړیږی.»
که څه هم نوموړی د کومې ډلې یا هېواد نوم نه اخلي، خو د ایران د پارلمان د امنیتي او بهرني سیاست د کمیسون د غړي تېره اونۍ وویل، ترکیه په افغانستان کې د اوبو بندونو په جوړولو سره پر ایران فشارونه واردوي.
ابوالفضل ظهره وند د ایران له انتخاب خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې ترکان په افغانستان کې بندونه جوړوي او دوی فکر کوي، چې پر تهران په فشار راوړلو سره ایران کمزوری کوي.
د طالبانو واکمنېدو پسې ایراني چارواکو ویل، چې کمال خان بند کې د هلمند سین اوبه غړول شوې، خو اوس یې هرات کې د پاشدان بند پر جوړېدو له طالبانو سره جنجال تازه شوی دی.
ایراني چارواکي وايي، د دغه بند جوړېدو سره به د ایران خاورې ته د اوبو بهیر زیانمن شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند تېره جمعه له طالبانو غوښتنه وکړه، چې دغه هېواد ته له افغانستان د تلونکو اوبو د بهېدو په دوام کې همکاري وکړي او خنډونه لرې کړي.
ښاغلي بقايي یو ځل بیا په افغانستان کې پر جوړېدونکو بندونو او ایران ته د تلونکو اوبو د اندازې پر اغېزمنېدو اندېښنه وښوده.
نوموړي هیله وښوده چې د طالبانو حکومت به د دواړو ملتونو ګټو، دوه اړخیزو هوکړو او تړونونو او نړیوالو اصولو ته په پام مناسبې پرېکړې وکړي.