په غور ولایت کې د بندبکک لاره د تګ راتګ لپاره وتړل شوه

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۲

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې ‏په غور ولایت کې د بندبکک لاره د لنډمهال لپاره د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پر اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې دغه لاره په بندبکک سیمه کې تړل شوې چې د بېرته پرانیستلو چارې یې په چټکۍ سره روانې دي.
د خبرپاڼې له مخې، سالنګونو کې هم له تېرې شپې راهیسې واوره ورېږي چې د تودوخې لوړه درجه ۳- او ټیټه یې ۸- ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دمګړۍ پر دغې لویې لارې مساپر وړونکي وسایط له دواړو لورو او بار وړونکي وسایط په وار، وار له ‏یوه لوري څخه تګ کولای شي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په غور، روزګان او ډایکنډي ولایتونو کې هم د واورې ورښت دوام لري.
‏دغه وزارت له خلکو غوښتي، ‏چې د دغو لویو لارو او سړکونو څخه‌ د سفر پرمهال دې د وسایطو لپاره ځنځیر (چين)، ژمنۍ جامې او د اړتیا وړ خوراکي توکي له ځانه سره ولري.
له بل پلوه د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې نن او سبا په لوېدیځو، مرکزي، سوېل ختیځو او ختیځو ولایتونو کې د درنې واورې، باران او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
دغه وزارت په خبرپاڼه کې د نن او سبا لپاره په هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، روزګان، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بامیان، ډایکنډي، پکتیکا، غزني، پکتیا، خوست، لوګر، میدان وردګ، سمنګان، بلخ، کندوز، بغلان، پروان، کابل، پنجشېر او بدخشان ولایتونو کې د واورې، باران او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

نور خبرونه

رادیو