د سالنګ لویه لاره د تګ راتګ لپاره بیرته پرانیستل شوه

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۷

د طالبانو د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د سالنګونو لویې لارې د واورې پاکولو چارې بشپړې شوې او دغه لاره نن سهار د مساپر وړونکو موټرو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه.

دغه لویه لاره د ډېرو واورو د ورښت له امله له تېرو څلورو ورځو راهیسې تړلې وه.

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس له ټولو موټر چلوونکو غوښتي، چې د خونديتوب په موخه پر دغې لارې د تګ راتګ پر مهال له بشپړ احتياط څخه کار واخلي او له ځانه سره دې د اړتیا وړ ژمني توکي ولري.
نوموړي تر دې وړاندې ‏هغه ادعاوې رد کړې، چې ګوامې پر دغې لارې ځیني کسان بند پاتې دي.
‏دغه لویه لاره‌ تېره جمعه د (مرغومي په ۱۴مه) د واورې د تېز اورښت، توپان او د ليدلو ساحې د کمښت له امله د ټرافیکو پرمخ تړل شوې وه.
دغه وزارت تېره ورځ هم خبر ورکړی و، چې په سرپل ولایت کې د قم کوتل او البدر ولسوالۍ لارې د درنې ولورې ورېدو له امله د تګ راتګ لپاره تړل شوې دي.
تر دې وړاندې په دایکنډي، غزني او بامیان ولایتونو کې هم ځینې لارې د واورې له امله تړل شوې وې، چې اوس‌مهال د تګ راتګ لپاره بېرته پرانیستل شوې دي.

نور خبرونه

رادیو