سپورت

ملاله یوسفزۍ: له افغان ښځینه ورزشکارانو ملاتړ د طالبانو پر وړاندې یو ډول مقاومت دی

ملاله یوسفزۍ: له افغان ښځینه ورزشکارانو ملاتړ د طالبانو پر وړاندې یو ډول مقاومت دی

د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وايي، چې نړیوالې ورزشي ادارې باید د طالبانو پر ضد زړورتیا او جرئت وښيي او افغان ښځینه ورزشکارانو ته د لوبو فرصتونه برابر کړي، څو له دې لارې د ظلم پر وړاندې مقاومت وشي.

افغان کرکټ بورډ د شل اوریز غوره لیګ لپاره له یوې هندۍ کمپنۍ سره تړون لاسلیک کړ

افغان کرکټ بورډ د شل اوریز غوره لیګ لپاره له یوې هندۍ کمپنۍ سره تړون لاسلیک کړ

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان وکړ، چې د شل اوریزو غوره لیګ لپاره یې له یوې هندۍ کمپنۍ سره تړون لاسلیک کړی. کرکټ بورډ وايی چې یاده کمپنۍ د پانګونې، پروډکشن، برانډېنګ، مالي ملاتړ او د بازارموندنې په ډګرونو کې فعالیتونه ترسره کوي.

رونالډو له النصر سره د قرارداد تر غځولو وروسته: زه پرتګالی یم خو ځان د سعودي برخه ګڼم

رونالډو له النصر سره د قرارداد تر غځولو وروسته: زه پرتګالی یم خو ځان د سعودي برخه ګڼم

د سعودي عربستان د النصر فوټبال لوبډلې ستوری کریسټیانو رونالډو له دغه لوبډلې سره د دوه کلن قرار داد تر غځولو وروسته هیله څرګنده کړې، چې ژر به له النصر لوبډلې سره اتلولي وګټي او سعودي عربستان ته یې ځانګړی ارزښت ورکړ. هغه وویل:«زه پرتګالي یم خو زه د سعودي عربستان برخه یم.»

د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي احمدولي هوتک خپل روسي سیال ته ماتې ورکړه

د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي احمدولي هوتک خپل روسي سیال ته ماتې ورکړه

د افغانستان د ازادو سیالیو مبارز احمدولي هوتک د سبمېشن په تخنیک خپل روسي سیال سیدګاد ژيرکوف ته ماتې ورکړه او دغه سیالي يې وګټله. سبمېشن تخنیک په ازادو سیالیو کې کاريږي او موخه یې دا وي، چې سیال د درد، یا بې وسۍ له امله تسلیم شي.

د ۲۰۲۵کال یورو سیالۍ؛ نادیه ندیم د ډنمارک ملي لوبډلې سره یوځای شوه

د ۲۰۲۵کال یورو سیالۍ؛ نادیه ندیم د ډنمارک ملي لوبډلې سره یوځای شوه

افغان فوټبالره نادیه ندیم د ۲۰۲۵کال یورو سیالیو لپاره د ډنمارک د ښځو ملي لوبډلې سره یوځای شوه. ۳۷ کلنه نادیه چې په ۱۲ کلنۍ کې جلاوطنه شوه؛ د فوټبال په نړۍ کې یې د منچسټر سیټي، پاري‌سن‌ژرمن، ای سي میلان او د هامارابي کلب لپاره لوبې کړې دي.

افغانې ورزشکارې ذکیه خدادادي په فرانسه کې د «ښځو د بریا» جایزه وګټله

افغانې ورزشکارې ذکیه خدادادي په فرانسه کې د «ښځو د بریا» جایزه وګټله

د المپیک نړۍوالو سیالیو د کډوالو لوبډلې لومړنۍ مډال ګټونکې ذکیه خدادادي په فرانسه کې د «ښځو د بریا» جایزه ګټلې او بیا یې افغان نجونو ته ډالۍ کړې ده. دغه جایزه په فرانسه کې د یوې غونډې پر مهال یادې ورزشکارې ته سپارل شوې ده.

طالبانو د روسیې د فوټبال ملي لوبډله د دوستانه لوبې لپاره کابل ته بللې

طالبانو د روسیې د فوټبال ملي لوبډله د دوستانه لوبې لپاره کابل ته بللې

طالبانو د روسیې د فوټبال ملي لوبډلې ته بلنه ور کړې، چې د یوې دوستانه لوبې لپاره کابل ته ورشي. ریا نووستي سپورټ رپوټ ورکړی، چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد ویلي چې دوی ددې دوستانه سیالۍ معلومات د روسیې د فوټبال فدراسیون او د ورزش وزارت ته سپاري.

د افغانستان د ۲۰کلونو څخه کم عمره فوټبال ملي لوبډله نن له قرغزستان سره لوبه کوي

د افغانستان د ۲۰کلونو څخه کم عمره فوټبال ملي لوبډله نن له قرغزستان سره لوبه کوي

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست خبر ورکړی، چې د افغانستان د شل کلونو څخه کم عمره فوټبال ملي لوبډله نن پنجشنبه د (غبرګولي ۲۲مه) د مرکزي اسیا د اتلولیو جام په لړ کې د قرغزستان لوبدلې سره لوبېږي.