د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې د هرات ـ تورغونډۍ لویه لاره د درنې واورې ورېدو له امله د تګ راتګ لپاره وتړل شوه.
دغه اژانس یکشنبه (د لېندۍ ۲۵مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه لاره د کشک رباط سنګي ولسوالۍ په «بقرچر» سیمه کې تړل شوې ده.
له بل پلوه په هرات ولایت کې د طالبانو د ټولګټو چارو ریاست وایي، چې د دغې لارې د خلاصون لپاره یې هڅې روانې دي.
په هرات ولایت کې طالب چارواکو له خلکو غوښتي، چې پر دغې لویې لارې دې له هر ډول تګ راتګ څخه ډډه وکړي.
له بل پلوه د طالبانو د هوا پوهنې ادارې تېره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د یکشنبې ورځې لپاره د سالنګ په ګډون په هرات، فراه، بادغیس، فاریاب، غور، سرپل، جوزجان، بلخ، سمنګان، بامیان او ډایکنډي ولایتونو کې د شړکنده باران او واورې ورېدو اټکل کړی و.
همدا تېره اوونۍ هم د (لېندۍ ۱۸مه) د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې د سالنګ لویه لاره د درنې واورې، دوامداره توپان او د لید د کچې د کموالي له امله د ټرافیکو پر مخ تړل شوې وه.
د ژمي په رارسېدو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د درنو واورو له امله وخت ناوخت ځینې لویې او وړې لارې تړل کېږي.