
امریکا د «سي۱+۵» د لس کلنې کلیزې په مناسبت د مرکزي اسیا د سوداګرۍ کنفرانس کوربهتوب کوي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کینیډي سنټر په همکارۍ د «سي۱+۵» د لس کلنې کلیزې په مناسبت د مرکزي اسیا سوداګریز کنفرانس جوړوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کینیډي سنټر په همکارۍ د «سي۱+۵» د لس کلنې کلیزې په مناسبت د مرکزي اسیا سوداګریز کنفرانس جوړوي.

په داسې حال کې چې د غزې له سیمې د فلسطینیانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي، د اسراییل د لومړي وزیر دفتر د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د غزې له سیمې څخه یې د یو بل یرغمل جسد ترلاسه کړی دی. تېره ورځ هم د حماس ډلې یو اسراییلی جسد د سره صلیب له لارې اسراییل ته سپارلی و.
د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې د سولې پلان د پرېکړهلیک مسوده د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لسو ټاکل شویو غړو سره شریکوي. د چارواکو په وینا، دا اقدام به د چهارشنبې په ورځ وشي.
د امریکا په کینټکي ایالت کې د پرېوتې الوتکې د مړو شمېر ۹ تنو ته لوړ شوی. د «یو پي ایس» شرکت دغه بار وړونکې الوتکه د کینټکي ایالت د لوېزویل له نړیوال هوایي ډګر څخه تر الوتلو وروسته غورځېدلې ده. چارواکي وايي، د پېښې د قربانیانو شمېر ښايي لوړ شي.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي، چې دا وخت په پاکستان کې د اساسي قانون او قانون پر ځای د «عاصم قانون» واک چلېږي. نوموړي ویلي، عاصم منیر د تاریخ تر ټولو مستبد واکمن دی، چې د بېساري جبر دوره یې واکمنه کړې.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپلو لوړپوړو چارواکو ته د اټومي وسلو د اموینو په اړه د وړاندیزونو د چمتو کولو امر کړی. پوتین ویلي، چې پر اټومي ازموینو د بندیز تړون ته ژمن دی، خو که امریکا یا بل اټومي هېواد اټومي ازموینې وکړي، نو روسیه به هم ورته اقدام وکړي.

د فلیپین د ملي ناورین ادارې ویلي، د سختو بارانونو، توپان او سېلابونو له امله د دغه هېواد مرکزي برخې تر اوبو لاندې شوې دي چې له امله یې د مړو شمېر ۶۶ته لوړ شوی او سلګونه زره خلک بېځایه شوي دي.

د هند د چتیسګر ایالت په رایپور ښار کې د مساپر وړونکي او بار وړونکي اورګاډي د ټکر له امله لږترلږه ۱۱ کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي دي. ځایي چارواکي وایي، د پېښې په اړه یې پلټنې روانې دي.

د نړۍوالې اټومي انرژۍ ادارې (IAEA) مشر رافایل ګروسي ویلي، چې ایران باید د ملګرو ملتونو له څارونکو سره خپلې اټومي همکارۍ پراخه کړي؛ ترڅو له لوېدیځو هېوادونو سره د کړکېچ د زیاتېدو مخه ونیسي.

زهران ممداني د نیویارک د ښاروالۍ ټاکنې وګټلې او د یاد ښار د لومړي مسلمان ښاروال په توګه وټاکل شو. دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ټسلا او سپېس اېکس شرکتونو اجرایوي مشر اېلان ماسک د هغه د بریا مخالفت کړی و.

د بلجیم د بروکسل نړۍوال هوايي ډګر د سېشنبې په ماښام د یوې بېپیلوټه الوتکې تر لېدنې وروسته وتړل شو. د بلجیم د هوايي ټرافیک ادارې او د هوايي ډګر ویاندې ویلي، چې تر بلې خبرتیا پورې ټولې الوتنې ځنډول شوې دي.

رویټرز خبري ازانس د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د ډونالډ ټرمپ اداره د سعودي عربستان د ۴۸ پرمختللو اېف-۳۵ جنګي الوتکو د پېرلو غوښتنې په اړه ارزونه کوي. دغه راپور واشنګټن ته د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د سفر خبر سره هممهاله خپور شوی.

د امریکا د فډرالي هوايي چلند ادارې اعلان کړی، چې د یوپياېس شرکت یوه الوتکه د محمدعلي له هوايي ډګر څخه له الوتنې وروسته د کنتاکي ایالت په لويېویل ښار کې نسکوره شوې ده.

د اوبو د سرچینو د مدیریت شرکت یو تازه راپور ښيي، چې د مني له پیل راهیسې تر اوسه پورې د ایران له ۳۱ ولایتونو څخه په ۲۰ ولایتونو کې یې «یو څاڅکی باران» هم نه دی شوی. دا وضعیت په تېرو شپېتو کلونو کې بېساری ګڼل کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، متحده ایالات به د تېرې اوونۍ د «میلیسا» توپان له امله اغېزمنو شویو هېوادونو جامایکا، هایټي، باهاماس او کیوبا ته ۲۴ میلیونه ډالره بېړنۍ مرسته ورکړي.

د جرمني د فډرالي جنايي پولیسو دفتر ویلي، چې دوی د درغلۍ او د پیسو د سپینولو پر هغو شبکو ګډ نړۍوال عملیات ترسره کړي، چې د جرمني د پیسو لېږد شرکتونه یې هدف ګرځولي او د سلګونو میلیونه یورو زیان یې اړولی دی.

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د سېشنبې په ورځ وویل، ایران هغه دوه فرانسوي وګړي چې درې کاله وړاندې یې نیولي وو، خوشې کړي دي. داسې ښکاري چې دا اقدام د هغه ایراني محصل په بدل کې شوی، چې د اکټوبر په میاشت کې په مشروط ډول خوشې شوی و.

د هند په چتیسکر ایالت کې د سېشنبې په ورځ (د لړم ۱۳مه) د یوه مساپر وړونکي او بار وړونکي اورګاډو د ټکر له امله لږترلږه اته کسان مړه او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

د مکسیکو ولسمشرې کلودیا شاینباوم د سې شنبې په ورځ وویل چې په مکسیکو کې د امریکا یو اړخیز پوځي اقدام «هیڅکله نهشي کېدای». شاینباوم وویل، « دا به ونهشي. موږ ته داسې راپورونه نهدي رسېدلي او له دې سره موږ هېڅ موافق نهیو».

د ملګرو ملتونو د سرچینو له مخې، د کامرون امنیتي ځواکونو د ولسمشرۍ د ټاکنو پر ضد د اعتراضونو پر مهال ۴۸ ملکي کسان وژلي دي.

د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبليو بوش مرستیال او په ۲۰۰۳ کال کې د عراق جګړې کلیدي ملاتړی ډیک چيني د دوشنبې په ورځ د سینه بغل او د زړه او رګونو ناروغۍ له امله د ۸۴ کلونو په عمر ومړ. د هغه کورنۍ دا خبر د سېشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې تایید کړی دی.

روسیې د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې ځواکونو یې د پوکروفسک ښار شاوخوا پر اوکرایني پوځیانو د محاصرې کړۍ نوره هم را تنګه کړې ده. دغه ښار د ترانسپورټ او لوژستیک مهم مرکز دی چې روسي ځواکونه یې له یو کال راهیسې د نیولو هڅه کوي.