طالبان وایي، چې د سالنګ لویه لاره به سر له سبا (د مرغومي څلورمه) د سوداګریزو موټر او مساپرو لپاره بېرته پرانیستل شي.
دغه لاره له تېرې اوونۍ راهیسې د رغونې چارو له امله تړل شوې وه.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس پر اېکس پاڼه د دغې ډلې د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس له حوالې لیکلي، چې دغه لاره د بیارغونې له امله تړل شوې وه او اوس د تګ راتګ لپاره چمتو ده.
ویل کېږي، چې دغه لویه لاره په درېیو برخو کې رغول شوې ده.
نوموړي دارنګه خلکو ته سپارښتنه کړې ده، چې په دغه لاره د تګ راتګ پرمهال دې لازم ژمني توکي له ځانه سره ولري او ټرافیکي قوانین دې مراعت کړي.
خو د ژمي په رارسېدو هم وخت ناوخت دغه لویه لاره د درنې واورې او توپان له امله د تګ راتګ لپاره تړل کېږي.
روان کال هم تر دې دمه دغه لویه لاره دوه ځلې د درنې واورې او توپان له امله د تګ راتګ لپاره تړل شوې وه.