د ټرمپ راتګ؛ امریکا په افغانستان کې «څارونکې سترګې او غوږونه» غواړي

د طالبانو سیاسي مشران د امریکا له نوي حکومت سره د خبرو اترو لپاره په سلا مشورو بوخت دي. په دې هڅو کې یوه هم په کندهار کې خپل مشر ملا هبت الله او د هغه پر شاوخوا راټولې مذهبي کړۍ ته قناعت ور کول او د خبرو اترو د یوه نوي کانال پرانېستل دي، چې پخپله د طالبانو مشر پکې ښکیل وي.

پر مذهبي لږکیو د بندیزونو دوام؛ طالبانو د افغانستان په ختیځ کې پر سلفيانو بندیزونه سخت کړي

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې د نورو مذهبي لږکیو ترڅنګ سلفيان هم له سختو بندیزونو او ننګونو سره مخ شوي دي. طالبانو د سلفیانو د جوماتونو امامانو ته ویلي، چې خپلې ځینې مذهبي کړنې ترسره نه کړي او تر سخت څار لاندې یې راوستي دي.

ډېر لیدلي

رادیو

نور خبرونه