‏ د کابل_بامیانو لاره د درنې واورې او توپان له امله د تګ راتګ لپاره وتړل شوه

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۳

‏په میدان وردګو ولایت کې د طالبانو د رسنیو دفتر وایي، د درنې واورې او توپان له امله د کابل_بامیانو لار د جلریز ولسوالۍ د اونۍ په کوتل کې تړل شوې ده.

په دغه ولایت کې د طالبانو د رسنیو دفتر پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د کابل_کندهار او میدان وردګ_لوګر لویې لارې تر دې دمه د ټرافیکو پرمخ خلاصې دي.
دارنګه په خبرپاڼه کې بیا له ټولو موټر چلوونکو غوښتنه شوې، چې پر دغو لارو ټراسپورټي وسایطو ته ‏د ځنځیر( چین) له تړلو پرته له تګ راتګ څخه ډډه وکړي او ټول ټرافيکي قوانین دې په پام کې ونیسي.
د درنې واورې له کبله وړمه شپه د غور ولایت د بند بکک لاره هم د تګ راتګ لپاره تړل شوې وه، چې بیا تېره ورځ بېرته پرانیستل شوه.
‏د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حق شناس په اېکس پاڼه تېره ورځ لیکلي و، چې سالنګونو کې هم له وړمې شپې راهیسې واوره ورېږي.
هغه ویلي و، چې دمګړۍ پر دغې لویې لارې مساپر وړونکي وسایط له دواړو لورو او بار وړونکي وسایط په وار، وار له ‏یوه لوري څخه تګ کولای شي.
له بل پلوه د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې نن (د مرغومي ۱۳مه نېټه) په ۳۳ ولایتونو کې د شړکنده باران، واورې او تېزو سېلیو د رالوتو اټکل کړی دی.
د دغې ادارې له‌خوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وړاندوېنه د سالنګونو په ګډون د هرات، فراه، هلمند، کندهار، زابل، روزګان، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بامیان، دایکنډي، پکتیکا، غزني، پکتیا، خوست، لوګر، میدان وردګ، سمنکان، بلخ، کندوز، بغلان، پروان، کابل، پنجشېر، نورستان، تخار، بدخشان، ننګرهار، لغمان، کاپیسا او کونړ ولایتونو لپاره شوې ده.

نور خبرونه

رادیو