د طالبانو ټولګټو وزارت وايي، چې له تېرې شپې راهیسې د زياتې واورې او توپان له کبله د سالنګ لویه لاره د تګ راتګ لپاره تړل شوې ده.
یاد وزارت وايي، د انساني تلفاتو او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه به دغه لاره د ټولګټو وزارت تر خبرتيا پورې د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې وي.
د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په ایکس پاڼه د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د سالنګونو لویې لارې د دواړو غاړو له زیانمنونکو سیمو څخه وسایط لېږدوي او هغو کسانو ته سپارښتنه کوي، چې د يادې لویې لارې څخه د تېرېدو په حال کې دي، تر یوه وخته دې په مناسب او خوندي ځایونو کې دمه وکړي.
هغه له ټولو خلکو غوښتي چې له اړتیا پرته دې د سالنګونو لویې لارې پر کډون د هېواد په زیان منونکو لارو تګ راتګ نه کوي.
حق شناس زیاته کړې چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست کارکوونکي هڅه کوي چې د هوا په ښه کيدو او د توپان په کميدو سره به یاده لويه لاره د ترافیکو پرمخ پرانیزي.
د سالنګ تونل د افغانستان شمالي او شمال ختیځ ولایتونه له مرکز کابل او سوېلي او ختیځو ولایتونو سره نښلوي، چې له سختو لوړو غرنو تېرېږي.
که څه هم مخکیني حکومت او اوسمهال طالبانو دغه لاره په څو ځلې رغولې ده، خو بیا هم د ژمي په رارسېدو سره ډېر کله دفه لاره د واورو له امله تړل کېږي.