د طالبانو د زندانونو چارو د ادارې څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې اوسمهال د افغانستان په زندانونو کې ۱۵۰ بهرنيان بندیان دي. د دغو سرچینو په وینا، په یادو بندیانو کې شاوخوا ۱۰تنه ایرانیان دي.
پاکستانۍ رسنۍ خراسان ډایري د پاکستان د بهرینو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ له قوله لیکلي، چې دا مهال د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه کوم کس نه دی غوره شوی او نه هم په دې اړه چا کوم وړاندیز کړی.
طالبان پر داسې مهال په افغانستان کې د اوبو د مهارولو خبر ورکوي، چې لا هم د دغې ډلې او ایران تر منځ د هلمند سیند د اوبو د حقابې په تړاو لانجه نه ده هواره شوې.
د رواداري په نامه د بشري حقونو یو بنسټ موندنې ښیي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د زدهکړو له حقه د ښځو او نجونو قصدي محرومیت ناوړه رواني، اقتصادي، ټولنیزې او کلتوري پایلې لري.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان وایي، په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان انځوریزې رسنۍ له سختو بندیزونو سره مخامخې شوې دي.
د ترکیې پولیسو د پنجشنبې په ورځ په اغري ښار کې ۳۰ تنه افغان کډوال او ۴ قاچاق وړونکي د یوې لارۍ له چک کولو وروسته ونیول. همدا راز پوليسو په دغه ښار کې له يو وران شوي کور څخه د ٢٩ افغان او يو پاکستاني پناه غوښتونکي د نيولو خبر ورکړ.
د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې د پنجشنبې په ماښام (د لېندۍ لومړۍ) د بګرام پر هوایي ډګر یې برید کړی.
د مالیزیا د پوهنې وزارت وایي، چې د طالبانو د پوهنې وزارت له یوه پلاوي سره د لیدنې هدف دا و چې هغوی ته وښيي چې د یوه عصري اسلامي هېواد ښوونیز نظام باید څنګه وي.
د طالبانو تر واک لاندې ستره محکمه وایي، چې په سمنګان ولایت کې یې پر درېیو تنو تورنو کسانو تعزیري سزا پلې کړې ده.
په ننګرهار کې د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس وایي، چې د تورخم په دروازه کې د ناروغانو، مساپرو او سوداګریزو توکو په لېږد رالېږد کې د اسانتیاو د رامنځته کولو په موخه طالبانو د پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې کړې.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وایي، سره له دې چې د دویم ځل لپاره د ژمي سړې سېلۍ په رالوتو دي، په هرات کې لا هم ۲۵ زره کورنۍ بې سر پناه پاتې دي.
طالبان وایي، چې د روان کال په تلې میاشت کې د افغانستان په صادراتو کې ۶۱ مېلیونه ډالر زیاتوالی راغلی دی. د طالبانو د ملي احصایې او معلوماتو ادارې تېره ورځ د ۱۴۰۳ کال د تلې میاشتې د صادراتو او وارداتو تازه شمېرې خپرې کړې.
په هرات ولایت کې د طالبانو امربالمعروف د ساکښو موجوداتو انځور لرونکي کتابونه منع کړل. یادې ډلې په دې وروستیو کې د کتابونو پر وارداتو او د هېواد په کتابتونونو کې پر منع شویو کتابونو څار زیات کړی دی.