هند وايي په تبت کې د اوبو بند په اړه یې چین ته خپلې اندیښنې ور رسولې دي

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۴

د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي نوي ډیلي بیجینګ ته د چین د هغه پلان په اړه خپلې اندیښنې رسولې، چې غواړي په تبت کې د یارلونګ زنګبو سیند باندې، بریښنا بند جوړ کړي.

چین وايي، دا پروژه به په چاپیریال یا د اوبو رسولو برخه کې لوی اغیز ونه لري خو هند او بنګله دیش یې په اړه اندیښنې لري.

د رویټرز د رپوټ له مخې، یارلونګ زنګبو له تبت تر وتلو او د هند د اروناچل پردیش او اسام ایالتونو ته تر رسېدو وروسته د جنوب په لور بهیېږي د برهماپترا سیند ور څخه جوړیږي، چې په پای کې بنګله دیش ته رسیږي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال په اونیزه خبري ناسته کې نن د دغې پروژې پّ اړه وویل:« له چین غوښتنه شوي ده، چې باید ډاډ ترلاسه کړو، چې د برهماپترا سیند لاندې سیمې باید د لوړو سیمو د ګټو له امله زیانمنې نه شي.»

نوموړي وویل:«موږ به د خپلوګټو د ساتنې لپاره څارنې ته دوام ورکړو»

د راپورونو له مخې، د دې بند جوړول چې تېره میاشت تصویب شوي، په نړۍ کې به د خپل ډول ترټولو لوی بند وي او په کال کې به د ۳۰۰ ملیارد کیلو واټ بریښنا ظرفیت ولري.

همدارنګه د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، چې نوي ډیلي د بیجینګ سره د دوو نویو ښارونو د جوړولو په اړه هم خپل "جدي اعتراض" ثبت کړی دی.

جیسوال وویل:«په دغه سیمه باندې د نویو ښارونو جوړول په سیمه کې هیڅ داسې اثر ونه ولري، چې داد سیمه زموږ تر حاکمیت لاندې ونه ګڼل شي او نه د چین غیرقانوني او جبري اشغال ته مشروعیت ورکړي.»

د اسیا د لویو هېوادونو هند او چین ترمنځ اړیکې، چې په ۲۰۲۰ کال کې د دوی په جنجالي پوله کې د یوې مرګونې پوځي نښتې وروسته ترینګلې شوې وې، د اکتوبر په میاشت کې د لویدیځ همالیا په غرونو کې له دوو د سرتیرو د ایستلو یوې موافقې ته تر رسیدو وروسته د ښه کیدو په حال کې دي.

د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ تر هوکړې وروسته، دواړه خواوې په پوله کې له جنجالې سیمې پر شا شول او په تېرو پنځو کلونو کې د دواړو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو تېره میاشت د لومړي ځل لپاره رسمي خبرې وکړې او دوی هوکړه وکړه،چې د اړیکو ښه کولو لپاره به ځینې ګامونه هم پورته کړي.

نور خبرونه

رادیو