د پاکستان کرېکټ لوبډلې په ملتان کې له ويسټ انډيز سره د دوو ټېسټ سیالیو په لومړۍ ورځ د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۳ منډې جوړې کړې. دا له ۱۸ کلنو وروسته په پاکستان کې د ويسټ انډيز لومړۍ ټېسټ لړۍ ده.
په کندهار ولایت کې د طالبانو د ولایت مقام رسنیز مرکز وایي، چې د دغه ولایت د سپين بولدک له لارې په تېرو نهو مياشتو کې د ۳۰۰ زرو څخه زيات کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
په کراچۍ کې د طالبانو قونسلګري وایي، چې د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې د دوی د هڅو په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۴۲۶۸ تنه افغان بندیان د سند له زندانونو خوشې شوي دي.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، په بلوچستان کې د محمد خان احمدخېل په نوم یو افغان په جګړه کې وژلی دی. دوی زیاتوي محمد خان احمدخېل د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۱مه د بلوچستان د ژوب ولسوالۍ په سمبازه کې وژل شوی دی.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې د پاکستان له زندانونو خوشې شوي ۳۸ تنه افغان بندیان (د سلواغې په لومړۍ نېټه) بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ باید د اقتصادي اړیکو، سولې، ثبات او امنیت د ټینګښت لپاره هر اړخیزه تګلاره جوړه شي.
د پاکستان جنګ ورځپاڼې لیکلي، چې د پاکستان د کورني سیاست رنګ اوس د واشنګټن په لارو او سړکونو کې هم څرګند دی. د دغې ورځپاڼې په یوه مطلب کې راغلي، چې په امریکا کې د پي ټي ای مېشتو پلويانو د احتجاجي کمپاين په غبرګون کې په واشنګټن کې د عمران خان پر ضد هم کمپاين پيل شوی.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، چې تېرو دوو ورځو کې یې د بلوچستان ژوب ولسوالۍ په سمبازه سیمه کې د پوځي عملیاتو او جګړې پر مهال پنځه وسله وال وژلي دي. پوځ وايي، دغه وسله وال له افغانستانه په ډیورنډ کرښه را اوښتل.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د (مرغومي ۳۰مه) په یو ویډیوي پېغام کې اندېښنه ښودلې چې د پاکستان پوځ یو ځل بیا د پښتنو په سیمو کې د ترهګرۍ د ودې لپاره خوځښتونه پیل کړي او د خېبرپښتونخوا په ځینو سیمو کې د شپې له لوري د طالبانو واک وي.
د ایراني رسنیو د رپوټونو پر بنسټ د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز محمد باقري به اسلام اباد ته سفر وکړي. ویل کیږي چې دغه سفر د پاکستان د پوځ مشر په رسمي بلنه ترسره کیږي.
د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر حافظ نعيم الرحمان د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان پر ضد د محکمې تازه پرېکړې سياسي بللې او د هغه د خوشې کولو غوښتنه يې کړې ده. پاکستان کې یوې محکمې عمران په ۱۴ کاله بند محکوم کړی.
د ښځو حقونو فعالې او د بلوڅو د یووالي غورځنګ مشرې ماهرنګ بلوڅ د (مرغومې ۲۹مه) په یو ویډیوي پېغام کې ویلي، چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د بلوڅو د نسل وژنې په وړاندې پر یوې اعتراضیه غونډې پولیسو برید کړی او له هغه ځایه یې څلور تنه ښځینه فعالانې نیولې دي.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، چې تېره ورځ جمعه د (مرغومي ۲۸مه) یې د خیبرپښتونخوا په تیرا کې د پوځي عملیاتو پر مهال پنځه وسله وال وژلي دي. ټي ټي پي لا تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.