د پاکستان پوځ وايي، بلوچستان کې یې یو افغان جګړه کې وژلی او مړی یې طالبانو ته سپارلی

۱۶ ساعتونه مخکې

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، په بلوچستان کې د محمد خان احمدخېل په نوم یو افغان په جګړه کې وژلی دی.

دوی زیاتوي محمد خان احمدخېل د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۱مه د بلوچستان د ژوب ولسوالۍ په سمبازه کې وژل شوی دی.

د پاکستان دولتي راډیو نن سې شنبې «د سلواغې ۲مه» د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر په حواله لیکلي محمد خان احمدخیل د حاجي قاسم دوران خان زوی دی، او د پکتیکا ولایت د وازې خوا ولسوالۍ د بلورايي کلي اوسیدونکی دی.

د پاکستان پوځ ویلي چې د نوموړي مړی پرون تز اړینو رسمي مراحلو وروسته د طالبانو د حکومت چارواکو ته وسپارل شو.

د پاکستان پوځ وايي چې دا ډول پیښې پاکستان په ترهګریزو فعالیتونو کې د افغان وګړو د ښکېلتیا شواهد دي.

وژل شوي کس ته منسوبه تذکره

په خواله رسنیو کې د پاکستان د پوځ تر واک لاندې اکونټونو کې د وژل شوي افغان وکړي د تذکرې کاپي هم خپره کړې ده.

د پاکستان پوځ له طالبانو غوښتي چې خپلې ژمنې پوره کړي او د پاکستان پر وړاندې د ترهګرۍ د کړنو لپاره د ترهګرو له خوا د خپلې خاورې د کارولو مخه ونیسي.

طالبان په افغانستان کې د پاکستان ضد وسلوالو ته پنا ور کول او د دغه هېواد تاوتریخوالي کې د افغانانو د ښکېلتیا په هکله د پاکستان دا ادعاوې تل رد کړې دي.

نور خبرونه

رادیو