د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په اسلام اباد کې یې د پولیسو له لوري ۸۸۲ نیول شوي هغه افغان کډوال خوشې کړي، چې د کډوالۍ کارتونه یې هم لرل.
وايي، دغو افغانانو د ملګرو ملتونو له لوري ورکړل شوي کارتونه له ځان سره لرل.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې تړاو په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د کډوالو اتشې د افغان کډوالو په چارو کې له کمېشنر، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له کمېشنرۍ، د اسلام اباد د پولیسو له لوی مشر او د کډوالو د راجسټر کوونکي دفتر شارپ سره هم لیدلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې خوشې شویو ټول ۸۸۲ کسانو د ملګرو ملتونو له خوا د کډوالۍ ځانګړي کارتونه لرل؛ خو سره له دې هم د پولیسو له لوري نیول شوي وو.
د طالبانو یاد وزارت د معلوماتو له مخې لا هم ۸۴ تنه نور افغان کډوال چې په اسلام اباد کې پولیسو نیولي زنداني دي چې د خوشې کیدو لپاره یې دوی هڅې روانې کړې دي.
د روان زیږدیز کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه پولیسو د بې اسناده افغان کډوالو په نیول کیدو پسې کور په کور عملیات پیل کړي چې په کې یې د ښځو په ګډون کډوالې ماشومانې هم نیولي دي.
نیوکې دا دي چې د پولیسو له لوري ویزه لرونکي او د کډوالۍ ځانګړو کارتونو لرونکي ګډوال چې د استوګنې قانوني اسناد لري هم نیول کېږي او ځورول کېږي.
له بل لوري د پاکستان حکومت له لوري ویزه لرونکو افغانانو ته هم نوی سرخوږی جوړ شوی چې د پخوانۍ شپږ میاشتنۍ ویزو د بیا نوي کېدو بهیر یې له شپږ میاشتو یوې میاشتې ته راکم کړی دی.
په اسلام اباد کې مېشت افغان کډوال نیوکه کوي چې له یو لوري ترې پاکستاني پولیس د ویزو تمدید غواړي ؛خو له بلې خوا د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت افغانانو ته د ویزو د تمدید په برخه کې ستونزې ډېرې کړې او اوس کډوال کولای شي چې یوازې د یوې میاشتې مودې لپاره خپلې ویزې تمدید کړي چې د لګښت له پلوه هم دوی ته سختې تمامېږي.
د پخواني جمهوري نظام تر ړنګیدو وروسته د طالبانو له لوري له ګواښ سره مخ افغانان د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد او نورو ښارونو ته کډه شول او هلته په بېلابېلو ځایونو کې مېشت شوي دي.
وېره دا ده چې له ګواښ سره مخ دغو افغانانو کې د پخواني امنیتي ادارو کارکوونکي هم شته او که افغانستان ته په زور ستانه کړل شي ؛نو د طالبانو له لوري به له مرګونې پېښو سره مخ شي.
که څه هم د بشري حقونو نړۍوالو ادارو او هېوادونو په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیول کیدو روانه لړۍ غندل شوې او د ودریدو غوښتنې یې شوي ؛خو لا یې هم د پاکستان پر حکومت کوم ځانګړی اغېز نه دی اچولی او د کډوالو پر ضد پولیس خپل عملیات روان ساتلي دي.