د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ناروې د کډوالو شورا د مشر د هغو اندېښنو په ځواب کې چې له پاکستان او ایران څخه یې د افغانانو د اېستلو په اړه کړې وې، نړۍواله ټولنه تورنه کړه، چې په افغانستان کې یې خپل مسوولیتونه عملي کړي نه دي.
دغه وزارت په یوې بیانیه کې ویلي: «دا به مناسب وای چې نړۍ له جګړې وروسته د افغانستان خلک یوازې نه وای پرېښي او د دې هېواد په دننه کې یې د خلکو د پرمختګ لپاره ښه ټولنیز او اقتصادي شرایط برابر کړي وای.»
د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي جان اګلېند چې افغانستان ته سفر کړی، له ایران او پاکستان څخه یې د افغان کډوالو د اېستلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
نوموړی وایي؛ په داسې شرایطو کې چې شاوخوا ۲۲ میلیونه افغانان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري، ایران د ۲ میلیونو او پاکستان د ۸۰۰ زره نورو افغانانو د اېستلو پرېکړې کړي دي.
ښاغلي انګلېنډ خبرداری ورکړ، چې اېستل شوي کډوال د ژوند د بیا پیل لپاره هېڅ ډول امکانات نه لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د نوموړي د اندېښنو په ځواب کې وویل، چې پاکستان له څلوېښتو کلونو راهیسې په سخاوتمندۍ سره د افغانانو کوربتوب کوي.
د یاد وزارت په وینا، هغه کسان چې اېستل شوي غیر قانوني کډوال و او په پاکستان کې په غیر قانوني توګه اوسېدل.
دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر کډوال بیا ادعا کوي چې د معتبرو پاسپورټونو او ویزو په درلودو سره - سره د پاکستاني پولیسو له لورې نیول شوي دي.
زرګونه کسان د افغانستان د پخواني حکومت تر ړنګېدو وروسته پاکستان ته کډوال شوي دي.
ډېری دغه کسان د دولت پخواني مامورین، د رسنیو فعالان، د مدني ټولنې فعالان، د ښځو د حقونو فعالان او هغه کسان دي، چې له ګواښ سره مخ دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو بشري مرستې په افغانستان کې په جدي توګه کمې دي او په تېر کال کې یوازې شاوخوا ۳۷ سلنه د اړتیا وړ بودیجه برابره شوې ده.