د ایراني رسنیو د رپوټونو پر بنسټ د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز محمد باقري به اسلام اباد ته سفر وکړي.
ویل کیږي چې دغه سفر د پاکستان د پوځ مشر په رسمي بلنه ترسره کیږي.
ایرنا اژانس نن یکشنبه د مرغومي ۳۰مه خبر ورکړی، چې د دغو خبرو اترو اصلي موضوعات به د وروستیو سیمه ییزو پرمختګونو بیاکتنه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي اړیکو پراختیا او د ایران او پاکستان ترمنځ د پوځي همکاریو پراخول وي.
ایرنا وايي، ختیز ګاونډي ته د ایران د لوړ پوړي پوځي پلاوي اوسنی سفر د اسلامي نړۍ د «دوو مهمو هیوادونو» ایران او پاکستان ترمنځ د پوځي، دفاعي او امنیتي اړیکو د پیاوړتیا په لاره کې یو نوی پړاو دی.
دا پاکستان ته د سردار باقري درېیم سفر دی. د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز له دې وړاندې د ۲۰۱۸ کال په جولای او د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر کې پاکستان ته سفرونه کړي وو.
د تېر کال د جولای په وروستیو کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر تهران ته د رسمي سفر په ترڅ کې د ایران د وسله والو ځواکونو له لوی درستیز او ځینو پوځي او ملکي چارواکو سره ولیدل.