د پاکستان جنګ ورځپاڼې لیکلي، چې د پاکستان د کورني سیاست رنګ اوس د واشنګټن په لارو او سړکونو کې هم څرګند دی.
د دغې ورځپاڼې په یوه مطلب کې راغلي، چې په امریکا کې د پي ټي ای مېشتو پلويانو د احتجاجي کمپاين په غبرګون کې په واشنګټن کې د عمران خان پر ضد هم کمپاين پيل شوی.
دغې ورځپاڼې کاږلي، هغه بار وړونکو موټرونه چې ډیجیټلي پوسټرونه لري؛ پرې د پي ټي ای د بنسټګر تصویرونه لګېدلي، چې د هغه پر ضد کمپاین په لړ کې د واشنګټن په لارو او سړکونو ګرځي راګرځي.
ورځپاڼه زیاتوي، په دغو پوسټرونو کې د طالبانو او اسامه بن لادن په اړه د عمران خان بېلابېلې څرګندونې هم لیکل شوې دي.
که څه هم انګېرنې دا وې، چې واک ته د ډونالډ ټرمپ تر رسېدو وروسته به عمران خوشې شي؛ خو په پاکستان کې ځیني شنونکي په دې باور دي، چې ټرمپ د افغانستان او پاکستان لپاره کومه ځانګړې تګلاره نه لري.
له بل پلوه د پاکستاني حکومت او د تحریک انصاف ګوند مذاکراتو سره، سره عمران خان ته تازه په یوې بلې مقدمه کې هم سزا واورول شوه.
په دې اړه د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزير عطا تارړ وايي، د تاريخ تر ټولو لويه غلا د ۱۹۰ مېليونه پاونډه وه.
نوموړي په لاهور کې د یوې ناستې پرمهال د رسنیو د پوښتنو په ځواب کې عمران خان ته وویل، چېرته دې چې خوښه وي هلته وړاندیز وکړه؛ خو هر ځای چې ولاړ هم شې بیاهم د ۱۹۰ مېليونه پاونډ ځواب نه لري.
هغه ویلي، چې د پي ټي ای په حكومت كې د كابينې لهخوا د تړلو کڅوړو منظورۍ اخیستل کېدې؛ خو اوس د خپل جرم پټولو لپاره د مذهبي مسلو رنګ ورکوي.
د پاکستان یوې محکمې د جنورۍ میاشتې په ۱۷مه نېټه عمران خان ته د ۱۹۰ مېليون پاونډو په قضیه کې د ۱۴ کلونو او د هغه مېرمن بشرا بي بي ته د ۷ کاله بند سزا اورولې وه.
له بل پلوه د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو سلاکار محمد علي سیف ویلي، دا خبره روښانه ده چې د القادر خیریه پوهنتون مقدمې پرېکړه د یوه پلان له مخې شوې ده.
هغه وایي، چې د نورو مقدمو په شان دا مقدمه به هم په سترې محکمه کې بې بنسټه ثابته شي.
هغه زیاته کړې، چې د ۱۹۰ مېليونه پاونډ دوسيه هم ژر ختمېږي، حکومت دې د يوې بلې ناسمې مقدمې جوړولو ته چمتووالی ونیسي.