د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، چې تېرو دوو ورځو کې یې د بلوچستان ژوب ولسوالۍ په سمبازه سیمه کې د پوځي عملیاتو او جګړې پر مهال پنځه وسله وال وژلي دي.
پوځ وايي، دغه وسله وال له افغانستانه په ډیورنډ کرښه را اوښتل.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر نن دوشنبه د (سلواغې لومړۍ) نېټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې پوځ د بلوچستان ژوب ولسوالۍ په سمبازه سیمه کې د پوځي عملیاتو پر مهال پنځه وسله وال وژلي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاکستان پوځ او ایف سي ځواکونو په ګډو عملیاتو او جګړه کې یې د ژوب په سمبازه سیمه کې هغه وسله وال وژلي، چې له افغانستانه په ډیورنډ کرښه را اوښتل.
پوځ په خبرپاڼه کې له طالبانو غوښتي چې خپلې ژمنې پوره کړي او د افغانستان خاوره د پاکستان د نا امنه کېدو لپاره ونه کاروي.
طالبانو د پاکستان دغې ادعا ته لا ځواب نه دی ویلی.
خبرپاڼه زیاتوي چې، له دغو وسله والو څخه وسلې او مهمات هم لاسته ورغلي، چې د «امنیتي ځواکونو په وړاندې په ترهګریزو فعالیتونو او همدارنګه د بې ګناه ملکي وګړو په هدفي وژنو کې ترې کار اخیستل کیده.»
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، چې په سیمه کې د وسله والو پر ضد لا هم عملیات روان دي او هڅه یې دا ده چې دغه سیمه له وسله والو څخه پاکه کړي.
تر دې وړاندې هم پاکستان دعوې کړې وې چې پاکستان کې د نا امنۍ پېښې له افغانستانه پلان کیږي خو طالبانو د پاکستان داسې ادعاوې رد کړې وې او دا یې د دغه هیواد کورنۍ موضوع بللې وه.