د طالبانو دفاع وزیر یعقوب مجاهد په یوه مکتوب کې له خپلو ټولو نظامي منسوبینو غوښتي چې د امنیتي ګواښونو له امله دې د بانک پرځای په نظامي مرکزونو کې معاشونه واخلي.
په مکتوب کې لیکل شوي چې «د بانکي څانګو مخو ته راټولېدل د دښمن لپاره روښانه او کره هدف ګرځېدای شي.»
د طالبانو دفاع وزارت اړوند یو مکتوب چې د ۱۴۴۶ هجري سپوږمیز کال د اوومې میاشتې پر ۲۶ نېټه ټولو جزوتامونو ته لېږل شوی، یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلې ده. په مکتوب کې د طالبانو د دفاع وزارت د استخباراتو معینیت د منسوبینو د معاشونو اخیستلو د بهیر د امنیتي برخې څېړنه کړې ده.
د طالبانو د دفاع وزارت د استخباراتو معینیت د استخباراتي څېړنو معلومات په دې مکتوب کې په ډاګه کړي دي.
په مکتوب کې له څېړونو وروسته لیکل شوي، چې « د امنیتي ګواښونو د ارزونې په موخه په کابل ښار کې د یو شمېر مهمو موقعیتونو څارنه شوې، لیدل کېږي چې په یو شمېر سیمو کې د اسلامي امارت مجاهدین او کارکوونکي د معاشونو د اخیستلو پرمهال پرته له دې چې امنیتي تدابیر او ګواښونه په پام کې ونیسي، د بانکونو د اصلي او فرعي څانګو مخې ته راټولېږي چې دا د دښمن لپاره روښانه او کره هدف ګرځېدای شي.»
د طالبانو د دفاع وزیر یعقوب مجاهد له لوري لاسلیک شوي دغه مکتوب کې اندېښنه ښودل شوې ده چې ددغه وزارت د استخباراتو معینیت د یادښت پر بنسټ دا پرېکړه د ناوړه امنیتي پېښو د مخنیوي په موخه شوې ده.
د طالبانو دفاع وزیر له خپلو ټولو منسوبینو غوښتي چې دا پرېکړه ټولو نظامي مرکزونو ته ابلاغ کړي چې تر ممکن حده خپل معاشونه په اړوندو ګارنیزیونونو کې ترلاسه کړي او که د بانک له لارې خپل معاشونه ترلاسه کوي نو باید خپل شخصي امنیت ته پام وکړي.
د طالبانو دفاع وزارت په دغه مکتوب کې ټینکار کړی چې په نظامي مرکزونو کې د بانکي ماشینونو د نصب او فعالولو لپاره هڅې ترسره شي.
د طالبانو ځینو سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته وویل، «امنیتي ادارو ته استخباراتو معلومات ورکړي، چې داعش خراسان غواړي د طالبانو نظامي منسوبین په ډله ییزه توګه په نښه کړي. اوس طالبانو په دې اړه هڅې پیل کړي چې د دوی نظامي پرسونل خپل معاشونه له نظامي مراکزو ترلاسه کړي».
په هرات کې د طالبانو والي نور احمد اسلام جار د مرغومي پر ۷مه په یوه مکتوب کې سپارښتنه کړې وه، چې د طالبانو د امنیتي ادارو غړي دې نور خپل معاشونه په نظامي مراکزو او په ښار کې د اتومات ماشینونو له لارې ترلاسه کوي.
د معلوماتو پر بنسټ، طالبانو په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم پر خپلو وسله والو د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره ورته امنیتي تدابیر پلي کړي.
نوی کابل بانک د تېر افغان جمهوریت په څېر له طالبانو سره هم د تړون له مخې د دې ډلې د امنیتي ځواکونو معاشونه اجرا کوي.
په تېره روژه کې چې د کندهار ښار په لومړۍ حوزه کې د طالبانو د امنیتي ادارو غړي د معاشونو اخیستو لپاره راټول شوي وو، یوه ځانمرګي بریدګر بانک ته څېرمه ځان والوزاوه، چې په دغه برید کې ۴۳ تنه ووژل شول او شاوخوا ۴۵ نور ټپیان شول.
داعش وسله والې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی و.