د طالبانو او ازبکستان ترمنځ د ۴.۵ مېلیون ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د دغې ډلې او ازبکستان ترمنځ د ۴.۵ مېلیون ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیک لاسلیک شوی دی.

دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا هوکړه‌لیک د یک‌شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۴مه) د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال مولوي احمدالله زاهد او ازبکستاني پلاوي په حضور کې د خصوصي سکټور ترمنځ لاسلیک شوی دی.
د خبرپاڼې په حواله، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي هم له ازبکستاني پلاوي سره لیدلي او وړاندیز یې ورته کړی، چې د دواړو هېوادونو د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه دې هرکال د ترمذ په نړۍوال سوداګریز مرکز کې لږترلږه پنځه نندارتونونه جوړ شي.
په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترجیحي سوداګرۍ د هوکړه‌لیک او په سمنګان ولایت کې د سمنټو فابریکې د جوړېدو اړونده چارو او د هغې د پرانیستلو په هکله خبرې شوې دي.
د یادونې ده، چې ازبکستان د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه‌پېژني، خو پر افغانستان د دغې ډلې له واکمنېدو راهیسې د دواړو خواوو ترمنځ ښې اقتصادې اړیکې او راکړې-ورکړې دوام لري.

نور خبرونه

رادیو