له ننګرهاره یوې سیمهییزې باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د یاد ولایت پلازمېنې جلالاباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند په «کچهګړۍ» سیمه کې یو زلمي د بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله ځان وژلی.
سرچینې ویلي، دا پېښه پرون ناوخته (د سلواغې پر ۱۳مه) شوې او په وینا یې دغه زلمی بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو دې ته اړ کړی چې ځان ووژني.
سرچینې د دې زلمي د هویت او د نورو جزیاتو په تړاو معلومات نه دي ورکړي او نه هم تر اوسه په ننګرهار کې د طالبانو سیمهییزو واکمنانو په دې هکله څه ویلي دي.
هېوادوال د طالبانو په واکمنۍ کې ځوانانو ته د دغې ډلې بېپامي، بېوزلي او اقتصادي ستونزې، پر مسلکي بستونو د ملایانو ګمارل، له دولتي دندو د پخوانیو کارکوونکو شړل او ورته نورې ستونزې د ځوانانو ترمنځ د ځانوژنې عوامل په ګوته کوي.
د ننګرهار یو اوسېدونکي د نوم نهښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته وویل: «طالبان د خپلو جېبونو ډکولو په غم کې دي او د ټولنې ځوانې طبقې ته هېڅ پاملرنه نه کوي. په ټولو مسلکي بستونو کې یې خپل ملایان او طالبان مقرر کړي. هر ځوان چې د طالبانو یوې ادارې ته مراجعه وکړي، دوی ورته بېلابېلې پلمې وړاندې کوي، ټول پخواني کارکوونکي په یو او بل نوم له دندو شړي او دا هغه وضعیت دی چې ځوانان یې ناهیلي او ځانوژنو ته اړ کړي دي.»
د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د هېوادوالو په ځانګړې توګه د ځوانانو ترمنځ د ځانوژنې پېښې تر بل هر وخت ډېرې شوي دي.
که څه هم ورځ تر بلې په هېواد کې د خلکو اقتصادي وضعیت د خرابېدو په حال کې دی، خو د طالبانو د مالیې وزارت بیا څو ورځې وړاندې وویل، چې د افغانستان د اقتصادي وضیعت هر اړخیزه ارزونه یې کړې او دمګړۍ د افغانستان اقتصادي وضیعت عادي دی.