له ۱۲ ورځو تېرېدو وروسته؛ سراج الدین حقاني لاهم په دوبۍ کې دی

۶ ساعتونه مخکې

متحده عربي اماراتو ته د سراج الدین حقاني له ناڅاپي سفر ۱۲ ورځې تېریږي، خو د طالبانو د کورنیو چارو وزیر لا هم افغانستان ته نه دی راستون شوی.

طالبانو د سلواغې پر ۲یمه اعلان وکړ چې سراج الدین حقاني د دې ډلې د استخباراتو له رییس عبدالحق وثیق سره یوځای متحده عربي اماراتو ته سفر کړی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یوه باوري سرچینه تاییدوي چې حقاني لا هم افغانستان ته نه دی راستون شوی.

طالبانو هغه وخت وویل چې سراج الدین حقاني په ابوظبي کې د متحده عربي اماراتو له رییس شیخ محمد بن زاید ال نهیان سره خبرې کړې دي.

د دې خبرو اترو نور جزئیات روښانه نه دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا هم وویل چې له شیخ محمد بن زاید ال نهیان سره د حقاني په لیدنه کې "د دواړو هیوادونو د علاقې وړ مسایلو، متقابل ثبات، د افغانستان د اقتصاد پیاوړتیا، او یو شمیر نورو مهمو مسایلو په اړه بحث وشو."

پر دغه سفر ۱۲ ورځې اوړي، خو د طالبانو سرچینو لا تر اوسه له متحده عربي اماراتو څخه د سراج الدین حقاني د راستنیدو راپور نه دی ورکړی.

په دې موده کې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مرستیال عباس ستانکزی هم د نیول کېدو له وېرې متحده عربي اماراتو ته وتښتېد.

د کابل له پرېښودو وروسته د عباس ستانکزي غږیز فایلونه خپاره شول چې هغه پکې په غیر مستقیم ډول پر ​​هبت الله اخوندزاده نیوکې کړې دي.

دا لا تر اوسه روښانه نه ده، چې د سراج الدین حقاني د سفر اوږدېدو لامل څه دی، خو یوه مساله روښانه ده، چې د هغه د کورنۍ ځینې غړي په دوبۍ کې اوسیږي.

په دې وروستیو کې د حقاني شبکې یو شمېر غړي په پرله پسې ډول د مولوي هبت الله اخوندزاده د مستقیمو او غیر مستقیمو حکمونو له امله هدف ګرځېدلي دي.

د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني له وژل کېدو وروسته داسې تمه کېده، چې دغه وزارت به د حقاني شبکې کوم غړي ته وسپارل شي، خو هبت الله اخوندزاده سراج الدین ته نږدې کس او ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دغه وزارت ته ولېږه. تر اوسه د نوموړي ځایناستی نه دی ټاکل شوی.

نور خبرونه

رادیو