طالبانو ادعا کړې، چې د خوست ولایت په عليشېرو ولسوالۍ کې یې د یوې کورنۍ د ۱۳ غړو د وژنې په تور د اوو شکمنو کسانو له ډلې درې اصلي عاملان نیولي دي.
د خوست لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ د یکشنبې په شپه (د سلواغې ۱۴مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا نیول شوي کسان پلار او دوه زامن دي.
د خبرپاڼې له مخې، نیول شوي کسان ۵۰ کلن منګل، ۲۰ کلن احمد او ۱۸ کلن حفیظالله نومېږي، چې د پکتیا د سېد کرم ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي: «د نيول شويو کسانو له ډلې پلار يې د پېښې پر شپه په عليشېرو ولسوالۍ کې او دوه ﺯامن يې نن ورځ د ځاځي ميدان ولسوالۍ په یوې لرې پرتې سيمه کې نیول شوي دي.»
د طالبانو خبرپاڼه زیاتوي، چې نیول شویو کسانو په لومړنیو څېړنو کې پر خپل جرم اعتراف کړی او دوسيې به یې د ارزونو په موخه د دغې ډلې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، له نيول شويو کسانو یو لاسي بم او دوه ميله کلاشېنکوفونه هم ترلاسه شوي دي.
د یادونې ده، چې تېره اوونۍ د خوست ولایت په عليشېرو ولسوالۍ کې د ښځو او ماشومان په ګډون د یوې کورنۍ ۱۳ غړي په ډلهییز ډول ووژل شول.
دا په داسې حال کې ده، چې سرچینو تېره اوونۍ د سې شنبه په ورځ افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د خوست ولایت په عليشېرو ولسوالۍ کې د طالب استخباراتو غړو د کورنۍ شخړې په ترڅ کې د خپلو تره زامنو د کورنۍ لس غړي وژلي دي.
په وژل شویو کې مېرمنې او ماشومان شامل دي.
که څه هم سرچینې ویلي، چې د قاتلینو د کورنۍ ټول غړي د طالبانو د استخباراتو غړي دي، خو طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.