د پاکستان د سرحدونو فدرالي وزیر: له افغانستان سره خبرې د ایالتي حکومت په واک کې نه دي

۵ ساعتونه مخکې

د پاکستان د سرحدونو او قبایلو چارو فدرالي وزیر امیر مقام د شنبې ورځ له ډاڼ نیوز سره په خبرو کې د سولې په تړاو د پښتونخوا د سر وزیر د څرګندونو په غبرګون کې وویل، چې له افغانستان سره خبرې کول د ایالت په واک کې نه دي.

تېره میاشت د پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډا پور د دوه اړخیزو مسایلو په اړه د خبرو لپاره افغانستان ته د یوه پلاوي د لیږلو اعلان وکړ.

ګنډا پور ویلي، چې په سیمه کې د امنیت ډاډمنولو لپاره د ډیورنډ ها غاړې قبایلي خلکو سره خبرې کول اړین دي.

خو د پاکستان د سرحدي سیمو فدرالي وزیر امیر مقام له ډان نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې له افغانستان سره خبرې کول د ایالتي حکومت له واکه پورته کار دی، « له افغانستان سره خبرې اترې د ایالتي حکومت واک نه دی، دا یوه فدرالي موضوع ده»

نوموړي ویلي، چې ایالتي حکومت اړ دی چې له هېوادونو سره د خبرو کولو غوښتنه مرکزي حکومت ته وړاندې کړي.

نوموړي زیاته کړه:« که ایالت د خپل ځان په استازیتوب خبرې وکړي، نو څوک به د خبرو اترو په جریان کې شوې ژمنې پلې کوي؟ په دې ډول به سبا بلوچستان ووایي، چې دوی به له ایران سره خبرې وکړي او پنجاب به وایي، چې دا له هند سره ګډه پوله لري نو دوی غواړي له هند سره خبرې وکړي ».

نوموړی وايي، د پښتونخوا سر وزیر ګنډاپور باید په خپل سر له افغانستان سره د خبرو لپاره پلاوی ونه لیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلام اباد په وار وار د طالبانو حکومت ته د تحریک طالبان پاکستان ډلې په ګډون د ترهګرو ډلو د شتون په اړه خپلې اندیښنې څرګندې کړې دي، خو طالبان دا تورونه او اندېښنې ردوي.

نور خبرونه

رادیو