د طالبانو له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون د یوې ناستې په ترڅ کې اعلان وکړ، چې د دغې ډلې له واکمنېدو راهیسې تر زرو زیات کسان د دغه کمېسیون په هڅو هېواد ته ستانه شوي.
دغه کمېسیون د افغان شخصیتونو بېرته راتګ د هېواد د پرمختګ لپاره مهم بللی دی.
یاد کمېسیون په خپل اېکس کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «په دې ناسته کې ټینګار وشو، چې د افغان شخصیتونو بېرته راتګ د هېواد د پرمختګ لپاره مهم دی او دوی به د هغوی د بېرته راتګ پر لارو چارو لا زیات تمرکز وکړي».
په دې ناسته کې د کمېسیون غړو د راستنېدونکو افغان شخصیتونو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو، د دوی د امنیت د ټينګښت او کاري فرصتونو په اړه خبرې کړي دي.
په دغه کمېسیون تر هغه وروسته نیوکې ډیرې شوې، چې د مخکیني حکومت پر مهال په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی الله ګل مجاهد چې د دغه کمېسیون له لارې له بهره کابل ته راغلی و، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د قتل په یوه قضیه کې ونیوو او بندي یې کړ.
د راپورونو پر بنسټ د طالبانو د اړیکو د یاد کمېسیون له لارې افغانستان ته د ورستنو شويو کسانو له ډلې ځینو یې بېرته له افغانستانه پښې سپکې کړې او بهر ته تللي دي.
همدارنګه له افغانستانه ډېری کډه شوي افغانان وایي، چې په هېواد کې یې عزت، کار او د ماشومانو لپاره د زدهکړو اسانتیاوې نه شته او د راپورونو پر بنسټ په افغانستان کې د ډېرو وسله والو ډلو د فعالیت له امله په امن او ثبات باور نه شي کولای.
د یادولو ده، چې د افغان شخصیتونو سره د اړېکو کمېسیون په ۲۰۲۲ کې جوړ شو.
د دغه کمېسیون مشري مولوي شهاب الدین دلاور کوي او د دوی د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه، د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست شېخ محمد خالد حنفي، د طالبانو لوی درستیز قاري فصیح الدین، د طالبانو د استخباراتو لوی رییس ملا عبدالحق وثیق او محمد انس حقاني غړي دي.