د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په خبرو کې ویلي، چې افغانستان د دوی ګاونډ کې مهم هېواد دی.
ښاغلي پزشکیان په خپلو خبرو کې د افغانستان پرمختګ او ټیکاو د خپل هېواد په ګټه بللی، خو زیاته کړې یې ده چې د پولو امنیت هم ورته مهم دی.
د ایران د ولسمشرۍ وېبپاڼه کې لیکل شوي چې ښاغلي پزشکیان نن په دوشنبه کې له تاجک سیال امام علي رحمان سره خبرې غونډه کې دا خبره کړې ده.
دغه دفتر د مسعود پزشکیان له خولې وايي چې له ښاغلي رحمان سره د افغانستان په ګډون د سیمې پر بدلونونو او ډېرو مسلو غږېدلی دی.
د تاجکستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم په اعلامیه کې ویلي، چې امام علي رحمان او مسعود پزشکیان له ترهګرۍ، توندلارۍ او د نشه يي توکو له قاچاق سره په مبارزه کې پر همکارۍ ټینګار وکړ.
د طالبانو واکمنېدو سره که څه هم تهران له افغانستان د اوبو د بهېدو بهیر پر کمېدو نیوکې کوي، خو له طالبانو سره یې مختلفو برخو کې سیاسي او اقتصادي اړیکي ورځ تر بلې پراخېږي.
خو تاجکستان د منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو په تېره د ترکمنستان او ازبکستان اپوټه یا برعکس له دې ډلې سره ډېر کم روابط لري او له افغانستان د وسلوالو په تېره د انصارالله ډلې د ور اوښتو له وېرې خپلو پولو کې پوستې زیاتوي.
که څه هم ایران، ازبکستان، ترکمنستان او ځینې نورو هېوادنو افغان سفارتونه طالبانو ته سپارلي، خو لا هم دوشنبه کې افغان سفارت د پخواني حکومت له ډیپلوماټانو سره دی.
په تاجکستان کې د طالبانو د حکومت ضد وسلوالو ډلو مشران هم شته چې دا د طالبانو لپاره د اندېښنې خبره بلل کېږي.
تېره میاشت تاجکستان ته د ای اېس ای د مشر له سفر وروسته د جنورۍ په لومړیو کې ایکانومیک ټایمز په یو رپوټ کې وویل، چې اسلام اباد غواړي د دوشنبې له لارې د طالبانو ضد وسلوالو سره روابط جوړ کړي.
خو شنونکي وايي، تاجکستان د طالبانو پر ضد د احتمالي ګامونو په اړه محتاط دی او ښايي د کابل د اوسني حکومت پر ضد د کوم امنیتي اتحاد برخه ونه ګرځي.