د تېر جمهوري حکومت د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي وايي، چې طالبان د نورو پر مټ راغلي او د چارو ترسره کولو لپاره قانوني جوړښت نه لري.
هغه وايي، طالبان به د خپلو ناسمو کړنو له امله کله هم ولسي مشروعیت پیدا نه کړي.
هغه په خپله ایکس پاڼه طالبانو ته ویلي: «د استعمار د لاس الې به هیڅکله د خپل کورني جوړښت لپاره قانون ونه لري، ځکه که یو چوکاټ رامنځته کړي؛ نو بیا د مسوولیت ادرس معلومېږي.»
هغه په خپلې لیکنه کې د طالبانو د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي هغه څرګندونې هم یادې کړې چې ویلي و، له مشرانو یې غوښتي چې د زدهکړو دروازې خلاصې کړي او پر زدهکړو بندیز یې شرعي ګام نه و بللی او هغه یې د مشرانو شخصي خوښې پورې تړلې یاده کړې وه.
خو ښاغلي فضلي یې په ځواب کې لیکلي، چې دغه «مشران» څوک دي؟ او د «مشرانو» څخه یې موخه څوک دي؟
هغه زیاته کړې: «ایا دا مشران هغه بهرني ځواکونه دي، چې د سي ۱۷ الوتکو په مټ يې د دوحې له هوکړې وروسته طالبان په کندهار او کابل کې ځای پر ځای کړل؟ که هدف یې د طالبانو مذهبي مشران وي؛ نو بیا هبتالله دغه مشرانو کې نه راځي، چې سياسي معين يې يادوي. ځکه هبت الله خپله ادعا کړې، چې “زما ټولې خبرې او فرامین د الله تعالی او رسول الله خبرې دي.»
د هغه په خبره، که هبتالله د دوی په «مشرانو» کې نه راځي، بیا د دوی مشران څوک دي؟
هغه د خپلې دغې خبرې په ځواب کې لیکلي: «که د طالبانو د ادارې د دغه چارواکي سوانحو ته وګورو، نو حتما «خپل مشران» ښه پېژني؛ خو په لوی لاس غواړي د مدرسو طالبان نور هم ګنګس او د خیالي «مشرانو» عسکر او پيروان وګرځوي.»
هغه په ټینګار سره لیکي، طالبان ولسي مشروعیت نه لري او خپله یې هم دا نه ده ټاکلې چې د ادارې رسمي جوړښت یې باید څه ډول وي.