د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري له خپلې دندې له ګوښه کېدو خبر ورکړی.
نوموې پر اېکس پاڼه کاږلي، چې سبا د ټرمپ د لوړې مراسمو سره یې د دندې موده پوره کېږي.
هغې لیکلي: «سبا به د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د ځانګړې استازې په توګه زما وروستۍ ورځ وي.»
نوموړې دارنګه د افغان ښځو له حقونو دفاع او د افغانستان لپاره د مبارزې دنده «یو لوی ویاړ» وباله.
د هغې په وینا، داسې ډېر څه شته چې باید ترسره شي.
هغه زیاتوي، چې د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره یې له اسلامي هېوادونو سره همکاري د هغې د کارونو تر ټولو مهمه برخه ده؛ ځکه دغه هېوادونه «د طالبانو د روایتونو د مخنيوي لپاره تر ټولو اغېزمن غږونه دي.»
هغه وایي، د طالبانو د حساب ورکونې لپاره لا ډېر کارونه پاتې دي.
اغلې امیري لیکلي: «موږ باید د طالبانو د قانع کولو لپاره خپل کار ته دوام ورکړو؛ ترڅو خپل هغه ویجاړونکي فرمانونه بېرته واخلي، چې له مخې یې ښځې او نجونې یې له زدهکړې، په ټولنه کې د هغو د حضور، غږ او له ځینو نورو بنسټیزو حقونو محرومې کړې دي.»
هغې له طالبانو غوښتي، چې د قومي او مذهبي لږکیو حقونو ته درناوی وکړي.
رینا امیري وړاندې کاږلي، طالبانو د ترهې او وېرې فضا رامنځته کړې، چې افغانستان یې د انحصار او بې وزلۍ په یوې دوره کې بند ساتلی دی.
د هغې په وینا: «د افغانستان خلک د ښه ژوند مستحق دي او زه باوري یم، هغه ورځ به راشي چې افغانستان به د یوې پراخ بنسټې ټولنې په لور پرمختګ وکړي.»
د اغلې امیري د لیکنې په وروستۍ برخه کې راغلي، نړۍ باید د افغانستان د زړورو ښځو او نارینه وو ترڅنګ ودرېږي، چې په یو باثباته او خوندي افغانستان کې هم خپله او هم یې ګاونډیان په سوله کې ژوند وکړي. دا د سیمې او نړۍ لپاره اخلاقي او ستراتیژیکه اړتیا ده.»