د ایران د کورنیو چارو وزیر مرستیال د طالبانو د سترې محکمې له مرستیال سره په کتنه کې د ایران او طالبانو ترمنځ په مستقیم ډول د استخباراتي کانال د جوړېدو غوښتونکی شو.
پورجمشېدیان دغه څرګندونې له عبدالمالک حقاني سره په کتنه کې وکړې.
ایراني رسنیو د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزرت امنیتي او انتظامي مرستیال ټینګار کړی، چې د دواړو خواوو ترمنځ د یاد کانال په جوړېدو سره به اړیکې لا پیاوړې شي.
نوموړي دغه راز زیاته کړې: «دواړو هېوادونو تل په تېرو کلونو کې د ګډون دوښمنانو پروړاندې مبارزه کړې ده او دا د دې لامل شوی چې دوښمنان له فرصته په استفادې سره د دواړو خواوو ترمنځ اختلافونه رامنځته کړي.»
هغه پر دې ټینګار وکړ، چې دواړه خواوې باید د دې دسیسو د شنډولو لپاره هوښیار واوسي.
یاد ایراني چارواکي د ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه، د مخدره توکو او د انسانانو د قاچاق مخنیوی، د قضایي همکاریو پراختیا، د مجرمینو استرداد، د کډوالو موضوعات او د سرحدي مسایلو حل د دواړو هېوادونو د اړیکو مهم لومړیتوبونه وبلل.
ایراني رسنیو راپور ورکړ، چې د طالبانو پلاوي د دواړو هېوادونو د تخصصي برخو ترمنځ د مستقیم کانال جوړول «په حقوقي، قضايي، د اتباعو چارو، پولو، د ترهګرۍ ضد مبارزې او د نړۍوالو سازمان شویو جرمونو په برخو کې د ګډو مسایلو لپاره اغېزمنه حللاره» بللې ده.
دا لومړی ځل دی، چې یو ایراني چارواکی په ښکاره ډول له طالبانو سره د "استخباراتي کانال" د جوړولو غوښتنه کوي.
طالبانو د ایران اسلامي جمهوریت سره په امنیتي او استخباراتي برخو کې نږدې اړیکې لري.
د راپورونو له مخې، ایران د کندهار د مشرتابه په حلقه کې تر ټولو زیات نفوذ لري او د دې ډلې له ځینو جګپوړو قوماندانانو سره نږدې اړیکې یې جوړې کړې دي.
د یادولو ده، چې ایران هم په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمنېدو کې د پام وړ رول لوبولی دی.