له ایران او پاکستان وروسته افغان کډوال له تاجکستان څخه هم د اېستلو له ګواښ سره مخ دي

۲ ورځې مخکې

له ایران او پاکستان وروسته افغان کډوال له تاجکستان څخه هم په جبري توګه د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

تسنیم خبري اژانس د افغان کډوالو له قوله راپور ورکړی، چې په تاجکستان کې پولیسو له دغه هېواد څخه د افغانانو د اېستلو په موخه پراخ عملیات پیل کړي دي.
د راپور له مخې، افغان کډوال ان په کورونو کې یې نیول کېږي او په جبري توګه افغانستان ستنول کېږي.
د تسنیم په راپور کې زیاته شوې، چې ډېری افغانان د تاجکستان د پلازمېنې دوشنبې په وحدت ښارګوټي کې اوسېږي.
سره له دې چې په راپور کې د اېستل شویو کډوالو د دقیق شمېر په اړه څه نه دي ویل شوي، خو تاجکستاني چارواکو ادعا کړې ده، چې یوازې هغه افغانان اېستل کېږي، چې په دې هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ دفتر تر دې وړاندې له تاجکستان څخه د افغان کډوالو پر اېستلو اندېښنه څرګنده کړې وه.
له تاجکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو بهیر تر هغه وروسته پیل شوی، چې له تېر یو نیم کال راهیسې له ایران او پاکستان څخه زرګونه افغانان په جبري توګه اېستل شوي دي او دا لړۍ لا هم په چټکۍ سره روانه ده.
د یادولو ده، چې تېره ورځ د طالبانو د کډوالو چارو نوي وزیر مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له مرستیال سره په کتنه کې له ګاونډیو هېوادونو څخه په زور د افغان کډوالو ستنولو ته په اشاره سره وویل، چې کډوال باید له نړۍوالو اصولو سره سم په خپله خوښه راستانه شي.
اخوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا نړۍواله ټولنه تورنه کړه، چې په افغانستان کې یې خپل مسوولیتونه عملي کړي نه دي او دغه راز یې د لوېدیځو هېوادونو له خوا د افغانانو د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو پر پڅ بهیر هم نیوکه وکړه.
د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي جان اګلېند چې افغانستان ته سفر کړی، د سیمې له هېوادونو څخه د افغان کډوالو د اېستلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
نوموړي ویلي، په داسې شرایطو کې چې شاوخوا ۲۲ میلیونه افغانان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري، ایران د ۲ میلیونو او پاکستان د ۸۰۰ زره نورو افغانانو د اېستلو پرېکړې کړي دي.
ښاغلي انګلېنډ خبرداری ورکړ، چې اېستل شوي کډوال د ژوند د بیا پیل لپاره هېڅ ډول امکانات نه لري.
یاده دې وي، چې زرګونه کسان د افغانستان د پخواني حکومت تر ړنګېدو وروسته د ایران، پاکستان او تاجکستان په ګډون د سیمې هېوادونو په قانوني او غیر قانوني توګه کډوال شول.
ډېری دغه کسان د دولت پخواني مامورین، د رسنیو فعالان، د مدني ټولنې فعالان، د ښځو د حقونو فعالان او هغه کسان دي، چې له ګواښ سره مخ دي.

نور خبرونه

رادیو