د طالبانو مخالفه ډله د ازادۍ جبهه ادعا کوي، چې د شنبې په ماښام یې د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې د طالبانو د استخباراتو د موټرو یو کاروان په نښه کړی دی.
دغه جبهه وايي، چې په یاد برید کې یې څلور طالبان وژلي.
دغې جبهې پر اېکس پاڼه کاږلي، دغه برید چې د پلخمري ښار په چوک کې شوی و؛ چې په کې څلور تنه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
ازادۍ جبهه وايي، په یاد ولایت کې د طالبانو د استخباراتو د مشر «ملا ابراهیم منصوري» برخلیک چې په دغه برید کې په نښه شوی و؛ لا تر اوسه پورې روښانه نه دی.
دغه جبهه او د طالبانو مخالفې ځینې نورې جبهې وخت نا وخت د طالبانو په نښه کولو خبرونه خپروي؛ خو طالبانو بیا نه د دغه برید او نه یې هم د نورو بریدونو په تړاو څه ویلي دي.
د تېرې مرغومي میاشتې په ۱۲مه نېټه د ازادۍ جبهې د سیاسي کمېټې مشر داوود ناجي وویل، چې دغې جبهې له جوړېدو راهیسې پر طالبانو ۳۴۸ بریدونه کړي، چې په پایله کې یې ۸۶۴ طالبان وژل شوي او ۸۹۴ نور ټپیان شوي دي.
هغه ټینګار کړی و، چې د ازادۍ جبهې د کابل، پروان، پنجشیر، کاپیسا، کندهار، هرات، بغلان، بلخ، لغمان، فاریاب، کندوز، بدخشان او تخار په ګډون په ۱۳ ولایتونو کې د طالبانو پر ضد هدفي عملیات کړي دي.