د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وایي، چې ترکمنستان په روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې له افغانستان څخه ۱۵۰ زره ټنه ګول سیخ پېري.
اخوندزاده عبدالسلام جواد په یوه ویډیويي پېغام کې ادعا کوي، چې افغانستان د ګول سیخ له پلوه ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون نن سې شنبه «مرغومي ۲۵مه» د سوداګرۍ وزارت لپاره ددې ډلې ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد ویډیويي خبري کلیپ خپور کړی دی.
جواد وايي چې له درې زرو څخه نیولې تر څلورو زرو پورې کسان په مستقیم ډول د اوسپنې ویلې کولو او ګول سېخ په فابریکو کې په کار بوخت دي.
نوموړی زیاتوي چې اوس مهال په کابل، بلخ او هرات کې شاوخوا ۴۳ د اوسپنې د ویلې کولو فابریکې فعالې دي.
د طالبانو سوداګرۍ وزارت ویاند همدراز وايي چې افغانستان د سیمې له هېوادونو سره د ګول سېخ په برخه کې عملا په سوداګرۍ بوخت دی.
د جواد په وینا، تېر کال افغان فابریکو پاکستان ته د ۶۰ زره ټنه او ترکمنستان ته د ۱۵۰ زره ټنه ګول سیخ د صادراتو قراردادونه درلودل.
په افغانستان کې د ګول سیخ او په ودانیزو چارو کې د نورو سیخونو فابریکې ډېری د جمهوري نظام پرمهال جوړې شوې دي، چې اوس هم فعالیت کوي.