د تېر جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر وایي، چې که طالبان د نجونو د زده کړو پروړاندې محدودیتونه لرې نه کړي، د ملت، اسلامي نړۍ او نړۍوالې ټولنې له سختو غبرګونونو سره به مخ شي.
نوموړي دغه څرګندونې په اسلام اباد کې په «مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زدهکړو» په تړاو د غونډې له جوړېدو وروسته وکړې او زیاته یې کړه، چې د طالبانو مشران باید د اسلامي نړۍ د غوښتنو پروړاندې نرمښت وښيي.
اتمر په خپل اېکس کې دغه راز لیکلي: «اوس هغه وخت را رسېدلی دی، چې طالب مشران باید د اسلامي نړۍ د غوښتنو پروړاندې نرمښت وښيي او د افغان نجونو او ښځو د زده کړو او د کار کولو حق ته درناوی وکړي.»
نوموړی وایي، چې په اسلام اباد کې یادې غونډې د طالبانو مشرانو ته واضیح پیغام درلود، چې د ښځو د زده کړو پروړاندې محدودیتونه په اسلام کې ځای نه لري او دغه محدودیتونه باید لغوه شي.
د تېر جمهوري نظام د بهرنیو چارو یاد وزیر زیاتوي، چې په «مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زدهکړو» په تړاو د غونډې ګډونوال په دې باور دي، چې د اسلام پر بنسټ د ښځو زده کړې او کار د انساني ټولنو د بقا او د بشر د مدنیت تضمین دی۔
حنیف اتمر همداراز وایي: «د طالبانو رژیم له لوري لګول شوي محدودیتونه د افغانستان د خلکو او اسلامي نړۍ له لوري مردود بلل کېږي او که د طالبانو مشران د دغو محدودیتونو په لرې کولو کې اقدام ونه کړي، د ملت، اسلامي نړۍ او نړۍوالې ټولنې له سخت غبرګون او کرکې سره به مخ شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي نړۍ د همغږۍ سازمان سرمنشي محمد بن عبدالکریم العیسی هم ویلي، چې اسلامي شریعت نجونو ته د زدهکړو حق ورکړی او هغه دلایل چې نجونې د زدهکړو حق نه لري له اسلام سره په ټکر کې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په اسلام کې د نجونو پر زدهکړو بندیز نه شته.
هغه دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي دي، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یادې ډلې د نجونو پروړاندې له شپږم ټولګي پورته د ټولو روزنیزو او ښوونیزو بنسټونو دروازې بندې کړي دي.
که څه هم طالبان په اسلام اباد کې په «مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زدهکړو» په تړاو غونډې ته بلل شوي وو، خو یادې ډلې له دلیل پرته په کې له ګډون کولو ډډه وکړه.
دا غونډه چې د شنبې په ورځ پیل شوې وه د یکشنبې په مازدیګر پایته ورسېده او په کې له ۱۵۰څخه زیاتو نړۍوالو شخصیتونو، لکه وزیرانو، سفیرانو، پوهانو او د یونسکو، یونېسف او نړۍوال بانک په ګډون د بېلابېلو سازمانونو استازوګډون کړی و.