لیکوال: بری افغان
د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت د ۱۴۰۳ د زمري په اومه ویلي و، چې د چین ګوسان کمپنۍ د کونړ په بشل، ساګي او سرتاق بندونو کې د برېښنا تولید لپاره «پانګونې ته چمتو» ده. خو پاکستان د تل په څېر د دې هڅې مخالفت کړی او طالبانو ته یې د بندونو جوړېدو پر سر ګواښونه کړي.
د دغه وزارت چارواکو دا ادعا هم کړې وه چې د کونړ د بندونو په جوړولو سره به د «افغانستان برېښنا نورو ګاونډیو هېوادونو ته صادره شي.» خو دا مهال افغانستان خپله د برېښنا له بې ساري کموالي سره مخ دی.
د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت د زمري میاشتې په اوومه نېټه وویل چې د دغه وزارت سرپرست عبداللطیف منصور د یوې چینایي کمپنۍ له یوه چارواکي سره په لیدنه کې دې پایلې ته رسیدلی، چې هوکړه لیک لاسلیک کړي او بندونه جوړ کړي.
د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر وايي، د کونړ سیند د «بشپړې برېښنا د تولید» وړتیا لري.
ولې پر کونړ سیند د برېښنا د تولید بندونه جوړ شي؟
افغانستان د سیمې په کچه تر نورو هیوادونو د اوبو سترې سرچینې لري، خو تر ۷۰ سلنې ډېرې اوبه یې په وړیا توګه ګاونډیو هیوادونو ته ور بهیږي.
په افغانستان کې د حکومتونو له پیله تر اوسه پورې یوازې د هلمند سیند په هکله د اوبو لیکلی تړون شته او د کابل، کونړ، امو او مرغاب سیندونو اړوند له منځنۍ اسیا او پاکستان سره کوم سند نه دی لاسلیک شوی.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي افغانستان د برېښنا له ستر ناورین سره مخ دی. د دغه سازمان په وینا یوازې ۴۰ سلنه افغان کورنۍ برېښنا ته لاسرسی لري.
افغانستان د خپلې برېښنا شاوخوا ۷۵ سلنه له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له منځنۍ اسیا څخه واردوي.
بلخوا د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم وايي، چې د برېښنا په برخه کې د دوی هیڅ هڅه د ګاونډيانو په زيان نه ده، هغه ویلي له سیندونو یوازې د خپل حق په اندازه اوبه اخلي چې دا د ګاونډیو هیوادونو په زیان نه ده. او د تېرو څلویښتو کلونو جګړو پرمهال د افغانستان ټولې اوبه ګاونډيانو کارولې، چې اوس باید دغه حالت بدل شي.
د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم د زمري ۱۳مه په کابل کې يوې خبري غونډې ته ویلي و، چې په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې او د تېرو ۴۰ کلنو جګړو پر مهال هغه اوبه چې ګاونډيانو ته ور بهېدې، اوس باید دغه حالت د خبرو اترو له لارې بدل شي.
د نوموړي په خبره، ګاونډيو هېوادونو په خپله خاوره کې د اوبو د مهارولو لپاره تاسیسات جوړ کړي خو د افغانستان اوبه بې ګټې اخيستنې ضایع کيږي، هغه زیاتوي: «افغانستان اوس څښتن پیدا کړی، جګړې نه شته، هغه خراب حالت چې دا ۴۰ کاله روان و او ګاونډیانو زموږ له اوبو څخه ګټه اخیسته، دغه حالت د سمېدو خوا ته روان دی او موږ ګاونډیانو ته دا قناعت ورکولی شو، چې دغه حالت ته غاړه کیږدي.»
فاروق اعظم د خپلو خبرو پر مهال د کونړ سيند ته په اشارې سره ویلي و، چې که د کونړ سیند پر اوبو د برېښنا یو بند جوړ شي شاوخوا یونيم ميلیون کيلو واټه برېښنا به توليد کړي.
هغه وايي، چې له دې برېښنا څخه يوازې پنځه لکه کيلو واټه د ننګرهار، لغمان او کونړ بشپړه اړتيا پوره کوي او پاتې هغه دې پر پاکستان وپلورل شي.
د ښاغلي اعظم په خبره، که د کونړ اوبه مهار او مديريت شي په کامې او ګوشتې ولسواليو او د ډيورنډ کرښې پورې غاړې خيبرپښتونخوا کې به د کرنيزو ځمکو د ویجاړۍ مخه ونیول شي.
هغه وايي: «پاکستان په افغانستان کې د بندونو له جوړېدو نه زیانمنیږي بلکي ګټه کوي، دلیل یې دا دی، چې دلته پراخې ځمکې نه شته او کونړ ټول غرونه، غرونه دي.»
د نوموړي په ټکو، که پر کونړ سیند د برېښنا بند جوړ شي د پاکستان په ګټه دی او کیدای شي د یوې هوکړې له لارې په لنډ واټن کې برېښنا هم ورته ورسيږي.
پخوانیو حکومتونو دغې چارې ته څومره پاملرنه کړې؟
د افغانستان او چین ولسمشرانو محمد اشرف غني او شي جین پېنګ د ۱۳۹۶ کال د غبرګولي ۱۸مه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د شانګهای تړون د سرمشریزې په څنډه کې د کابل - کونړ پر سیند د برېښنا بند جوړولو په اړه دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي. د مخکیني حکومت د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري هغه مهال په ټویټر کې لیکل شوي و، چې د کابل ـ کونړ به اوبو د برېښنا پروژې د سروې او ډیزاین چارې به یوه چینايي کمپنۍ ترسره او په شپږو میاشتو کې بشپړې شي. خو وروسته بیا د هغې سروې او بند جوړولو د چارو په اړه معلومات ورنه کړل شول.
د اوبو د مدیریت لپاره ماسټر پلان نه شته
له یو شمېر پلټنو او ځینو پخوانیو چارواکو څخه د اخیستل شویو معلوماتو پر بنسټ افغانستان تر اوسه پورې د اوبو د مدیریت په برخه کې ماسټر پلان نه لري، خو یوازې د هلمند سیند اوبیزې حوزې ماسټر پلان چې ۲۰۱۱-۲۰۱۳ کلونو تر منځ د انګلستان لهخوا جوړ شوی و، چې په اسانه د لاسرسي وړ نه و.
د افغانستان لومړني ولسمشر سردار محمد داود خان په خپله پنځه کلنه دروه کې د اوبو ګڼ شمېر لویې پروژې په خپل پلان کې شاملې کړې وې. له هغه وروسته د ۱۳۹۵ کال په پیل کې د اوبو او برېښنا وزیر ښاغلي علي احمد عثمانی وویل چې د اوبو د مدیریت په ماسټر پلان کار کوي. له هغه یو کال وروسته د افغانستان جمهوري ریاست دفتر هم پر خپله ویبپاڼه ولیکل، چې افغان حکومت پنځو سیندیزو حوزو ته ماسټر پلانونه جوړوي. خو له هغه وروسته بیا په دې اړه څه نه دي ویل شوي.
په ۲۰۱۳ کې د (Fechtner) په نوم یوه جرمني شرکت د افغانستان لپاره د برېښنا ماسټر پلان جوړاوه، په هغه کې د برېښنا د تولید په هدف ټول پلان شوي بندونه په نظر کې نیول شوي وو. خو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اوازو سره دغه چاره هم ټکنۍ شوه او په اړه یې ډیر معلومات نه دي خپاره شوي.
د افغانستان بېواکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني د خپلو ویناوو د پیل شوې لړۍ په یوه برخه کې ویلي، چې په نړۍ کې چاپیریال په ډېر بېړني ډول په بدلېدو دی او باید هڅه وشي، چې د بندونو د جوړېدو لپاره راتلونکي زر کلونه په نظر کې ونیول شي او که چېرې د بندونو په ډیزاین کې احتیاط ونه شي، ښايي ستونزې راولاړې کړي.
هغه ویلي، تر دې دمه چې د بندونو په برخه کې په افغانستان کې کومې هڅې پخوا او اوس شوې، ډیرې لومړنۍ سروې ګانې دي.
ښاغلی غني د کونړ سیند پر اوبو د بند جوړولو په اړه وايي، چې باید د بند د ډیزاین او سروې په اړه دقیق فکر وشي او تر ټولو مهمه موضوع د کابل سیند د اوبو ده، چې باید مدیریت شي.
پاکستان ولې پر کونړ سیند د برېښنا بند جوړولو مخالفت کوي؟
تېر کال پاکستاني چارواکو د طالبانو د هغه پلان په اړه غبرګون ښودلی و چې غواړي د کونړ پر سیند بند جوړ کړي.
د بلوچستان د اطلاعاتو پخواني وزیر جان اڅکزي خبرداری ورکړی و چې د طالبانو له خوا پر کونړ سیند د اوبو بند جوړول به «کړکېچ جوړ او د احتمالي جګړې» لامل شي.
جان اڅکزي د بند د جوړولو لپاره د «طالبانو یو اړخیزه پرېکړه» د «پاکستان پر ضد دښمنانه عمل» بللی او ویلي یې و، طالبان له یوې هندي کمپنۍ سره د کونړ پر سیند د بند جوړولو په اړه خبرې کوي. هغه دا هم ویلي و چې طالبان د امو سیند د اوبو د ګرځولو لپاره کار کوي.
د دغه پاکستاني چارواکي له مخالفت وروسته د طالبانو عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد د دغې ډلې تر واک لاندې له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې د پاکستاني چارواکي دغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې و، «اوبه زموږ د هېواد ملکیت دی او هر څومره چې وغواړو ګټه ترې اخیستی شو، د هیچا فشار به ونه منو.»
د داسو بند ته د اوبو مخه راګرځي
دغه بند چې د کابل او اباسین سیندونه سره پرې کوي، د پاکستان له خوا په خیبر پښتونخوا کې د داسو کلي ته نږدې جوړیږي، په ۲۰۱۷ کال کې پرې کار پیل شوی او اټکل کیږي چې ۲۰۲۶ کې به سرته ورسیږي.
داسو د پاکستان د بريښنا یو ستر او مهم بند کڼل کیږي، د ۴،۳۲۰ میګاواټه بریښنا د تولید، وړتیا لري.که څه هم د داسو برېښنا بند جوړولو موضوع په۲۰۱۴ کال کې نړۍوال بانک له افغان حکومت سره شریکه کړې وه، خو د نړیوالو اصولو پر بنسټ، پاکستان باید پر داسو بند له کار پیلولو مخکې له افغان حکومت سره په لیکلې بڼه یوې هوکړې ته رسیدلی وی، خو په دې هکله افغانستان له پاکستان سره تر اوسه پورې کومه رسمي هوکړه نه ده کړې.
اوس که افغانستان له خپلو طبیعي اوبو ګټه اخلي او پر کابل ـ کونړ سیندونو د بریښنا بندونه جوړوي، نو طبیعي خبره ده چې داسو بند به یې له اغېز لاندې راځي. او دواړو هیوادونو تر منځ به ستونزې راپورته کیږي.
له همدې کبله افغانستان په ۲۰۱۴ کال کې له نړۍوال بانک غوښتنه وکړه، چې پاکستان خبر کړي که په راتلونکي کې افغانستان پر کابل ـ کونړ سیندونو بندونه جوړول، نو هغه مهال به د پاکستان اعتراض د منلو نه وي، ځکه چې پاکستان مخکې د داسو بند جوړولو په اړه افغانستان ته په رسمي توګه خبر نه دی ورکړی او کار یې په خپل سر پیل کړی دی.
پوښتنه دا ده چې طالبان به وکولای شي چې هیواد کې شته اوبه مهار کړي؟
د نړۍوالو قوانینو پربنسټ، کومې اوبه چې د هیوادونو له پولو تیریږي، په کار ده چې له کره او دقیقو تخنیکي څیړنو وروسته یې پر وېش خبرې اترې وشي او دوه اړخیز یا څو اړخیز تړونونه لاسلیک شي.
د کابل سیند حوزه چې کلنی حجم یې شاوخوا ۲۱ میلیارډو متره مکعبو ته رسیږي. ۱۵ میلیارډه متره مکعبه یې د کونړ سیند دي چې له کونړ او یوه برخه یې د چترال له غرونو سرچینه اخلي. د یوې سروې له مخې د ۱۲ بندونو د جوړولو وړتیا لري.
خو له سیمې باوري سرچینې وايي، چې د پخوا په څېر د طالبانو حکومت هم یوازې په رسنیو کې خبرې کوي او په عمل کې یې هیڅ څرک نه لیدل کیږي، د کونړ اوسیدونکي وايي چې د کونړ سیند اوبه د پخوا په څېر مستې بهیږي او چا دغلته د بند جوړولو په هکله لا تشه یادونه نه ده کړې.
طالبان په کور دننه له خپلمنځي مخالفتونو، اقتصادي ستونزو او له پاکستان سره د زړې انډېوالۍ او پاکستان کې د پراخو کاروبارونو له امله نه شي کولای د پاکستان مخې ته ودريږي، او پر کونړ سیند د برېښنا د تولید بندونه جوړ کړي.
له یوې خوا ایران د کمال خان بند له جوړېدو وروسته د افغانستان سره د اوبو پر سر ناندرۍ پیل کړې او وخت نا وخت یې له طالبانو سره د اوبو حقابې پر سر ناندرۍ روانې وي، له بلې خوا ازبکستان هم د قوش تیپې کانال پر سر ناراضه دی او بلې خوا له ډیر پخوا راهیسې پاکستان په افغانستان کې د اوبو بندونو جوړولو مخالف دی او په دې وروستیو کې یې هم خبرداری ورکړی، چې د کونړ سیند پر سر طالبان د بند جوړولو حق نه لري، دا هغه څه دي چې نن سبا یې طالبان چوپه خوله کینولي دي.