د لندن غونډه: د افغان کرېکټ سره د برېتانیا پارلمان مخالفت زیانمنونکی دی

۳ ورځې مخکې

په لندن کې د افغان کرېکټ په ملاتړ د لاریون نه وروسته په دې هېواد کې مېشتو افغانانو غونډه وکړه.

دغو افغانانو د برېتانیا پارلمان ته یو لیک هم استولی، چې په لیک یې د پارلمان غړو ته لیکلي، چې د افغانستان کرېکت سره مخالفت زیانمنونکی دی.
د برېتانیا د پارلمان څه باندې ۱۶۰ وکیلانو د یوه لیک په لاسلیکولو سره د انګلینډ او ویلز کرېکټ بورډ څخه غوښتي وو، چې د طالبانو له خوا "د ښځو او نجونو د وحشتناک ظلم او د دوی د حقونو له منځه وړلو په غبرګون د افغانستان پر وړاندې د راتلونکې میاشت چمپینز ټرافي له سیالیو انکار وکړي.
په دغه غونډه کې د تېر جمهوري نظام د پارلمان غړو، د ټولنو مشرانو، د سیمه ییزو شوراګانو استازو او د ښځو د حقونو فعالانو ګډون کړی وو.
په دې لیک کې لیکل شوي: «موږ په برېتانیا کې افغان کډوال د افغان نارینه و کرېکټ په اړه ژوره اندېښنه څرګندوو، چې تاسو یې د سیالیو د لغوه کولو په اړه نظر ورکړی وو، په داسې حال کې چې موږ په ښکاره توګه د طالبانو غیر انساني تګلارې وغندلې، په ځانګړې توګه د طالبانو له لورې د ښځو پر زده کړو او نورو حقوقو په اړه، موږ په کلکه باور لرو چې دا کمپاین غلط دی، زیانمنونکی او په نهایت کې افغانانو ته زیان رسوي .»
د دغه غونډې ګډونوالو د برېتانیا پارلمان ته په لیک همداراز ویلي، چې دوی غواړي عامه ذهنیت لوړ کړي او د داسې کړنو غیر ارادي پایلې په ګوته کړي او باید د افغانستان او انګلستان د شریکو ګټو څخه دفاع وکړي.
د پخواني پارلمان غړې شکریه بارکزۍ چې ددغه غونډې ګډنواله وه وویل:« نن چې د خپلو اتلانو ترڅنګ درېدلي یو د هغوی لپاره د هغوی د بریالیتوب لپاره دعاوې کوو او همدارنګه د خپلو خویندو لپاره کار وکړو، د هغوی زده کړو او روښانه راتلونکي لپاره باید لاس په کار شو».
په دغه لیک راغلي، چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د طالبانو د رژېم استازي نه دي، بلکې د افغانانو د یووالي، استقامت او غرور سمبولونه دي.
لیک وړاندې زیاتوي، چې افغان لوبغاړي لکه راشد خان او محمد نبي یوازې د سپورټ استازي نه دي، بلکې دوی هغه کسان دي، چې تل یې د طالبانو د بدو کړنو پر ضد غږ پورته کړی، په ځانګړې توګه د طالبانو له لورې د نجونو پر زده کړو بندیز ته یې سخت غبرګونه ښودلي دي او دوی د افغانانو لپاره الهام بخښونکي دي.
له دې وړاندې د کرېکټ نړۍوالې شورا (ای سي سي) ویلي وو، چې د افغانستان کرېکټ بورډ او لوبغاړو ته به د خپل هېواد د حکومت له خوا ټاکل شوي قانون د رعایت کولو له امله سزا نه ورکول کېږي، بلکې د کرېکټ د ودې په موخه به د افغان کرېکټ بورډ سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

نور خبرونه

رادیو