د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د نوي کال له پیل سره سم باید په افغانستان کې د نجونو پر وړاندې د لېسو او پوهنتونونو دروازې پرانېستل شي.
نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې په اسلام اباد کې د نجونو د زده په اړه نړۍوال کنفرانس خورا مهم سند خپور کړی، چې په کې راغلي: «اسلام کې نجونې په هره کچه د نارینه وو په څېر د زده کړو حق لري.»
خلیلزاد زیاته کړې، چې د مارچ په ۲۱ مه د نوي کال له پیل سره باید په افغانستان کې د نجونو پر وړاندې ښوونځي او پوهنتونونه پرانېستل شي.
څو ورځې وړاندې په «اسلامي ټولنو کې د نجونو د تعلیم» په اړه په پاکستان کې دوه ورځینی اسلامي کنفرانس چې د ۴۴ هېوادونو استازو او ۱۵۰ دیني عالمانو، مفتیانو، امامانو او نورو ګډونوالو په کې برخه اخیستې وه، د نجونو د زده کړو د فرضیت او ارزښت په اړه ټېنګار وکړ.
زلمي خلیلزاد د دغه کنفرانس او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ورستۍ وینا په اړه لیکلي: «د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ښاغلي ستانکزي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکراتو کې یې مهم رول لوبولی، د طالبانو د مشرتابه له خوا د نجونو پر زده کړو بندیز ظالمانه، غیر عادلانه، ناسم او د ۲۰ میلیونو افغان نجونو او ښځو له حقونو نه سرغړونه وبلله. هغه د نجونو او ښځو پر مخ د لزسو او پوهنتونونو د ژر تر ژره پرانزستلو غوښتنه وکړه».
یاده دې وي، چې په افغانستان کې د طالبانو بیا واکمنېدو سره دغې ډلې په هېواد کې د ښځو او نجونو پر وړاندې سخت قوانین وضع کړل.
یادې ډلې د نجونو پر وړاندې د منځنیو او لوړو زده کړو دروازې وتړلې، په کار کولو او د تفریحي ځایونو ته په تګ یې بندیز ولګېد او ان غږ یې د نورو ښځو لپاره منع اعلان شو.
که څه هم په افغانستان کي له شپږم ټولګي پورته د ښځو پر زده کړو له بندیزونه سره د بشري حقونو بڼسټونه له طالبانو د دغه بندیزونو د لېرې کولوغوښتنه کوي، خو یاده ډله د نجونو زده کړې د افغانستان کورنۍ مسله یادوي او وایي، چې هېچا ته د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.
د بخښنې نړۍوال سازمان له نړۍوالې ټولني غوښتي، چي پرطالبانو باندې لا ډېر فشارونه راولي.