د طالبانو سترې محکمې پلاوي په ایران کې د افغان بندیانو حالت له نږدې کتلی او له ایراني چارواکو یې غوښتي، چې له افغان بندیانو او په تېره بیا د کم عمره بندیانو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
دغه پلاوي له ایراني چارواکو غوښتي، چې په اعدام محکوم افغانانو ته دې بدیله لار ولټوي.
د ايران د بشري حقونو سازمان د تېر کال په اګست کې راپور ورکړی وو، چې د دغه کال په لومړيو ۷ مياشتو کې په ايران کې ۲۰ افغانان اعدام شوي دي.
په یوې اعلامیه کې چې د طالبانو حکومت له رسنیو سره شریکه کړې په کې راغلي، چې د طالبانو د سترې محکمې د اداري مرستیال شېخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ یو پلاوي تهران ته د سفر په جریان کې د شنبې په ورځ د ایران د قضایه قوې د نړۍوالو چارو له مرستیال کاظم غریب ابادي سره لیدلي.
په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر قضايي او عدلي برخو کې د همکاریو پر ټینګښت او په ایران کې پر اعدام د محکومو افغان بندیانو لپاره د اعدام پر بدیلو لارو او هلته د مېشت افغان کډوالو پر حقونو خبرې شوې دي.
یاد پلاوي له ایراني چارواکو غوښتي، چې په ایران کې د افغان بندیانو په ځانګړې توګه پر اعدام د محکومو بندیانو نوملړ له افغانستان سره شریک کړي.
ایراني چارواکو ژمنه کړې، چې په دې هېواد کې د بندیانو لپاره په بېلابېلو برخو کې د حرفوي، بدني او تعلیمي زده کړو د زمینې برابرولو په موخه له ټولو شته امکاناتو استفاده وکړي.
د ایراني چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغه هیواد کې نږدې شپږ زره افغانان بندیان دي، چې دغه افغانان ترې ډېره د قانوني اسنادو د نه شتون او د نشه یي توکو د قاچاق په تور زنداني شوي دي.