طالبانو له ازبکستان نه د صادراتو او وارداتو ترمنځ د بېلانس غوښتنه کړې ده

۵ ساعتونه مخکې

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت د ازبکستان د سوداګرۍ خونې پلاوي نه له افغانستان څخه دغه هېواد ته د صادراتو د ډېرېدو برخه کې همکاري غوښتې ده.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت له ازبک پلاوي غوښتنه کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو بیلانس مساوي شي.

د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد وزارت مسوولانو د ازبکستان د سوداګرۍ خونې پلاوي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو او په ځانګړې ټوګه د سوداګرۍ په برخه کې پر همکارۍ ټینګار کړی دی.

په دې ناسته کې د ازبکستان د پانګونې رییس عزیز بیک صلاح الدینوف، په کابل کې د ازبکستان سفیر او د افغانستان د سوداګرۍ، صنایعو او کرنې خونو مسوولینو او پانګوالو ګډون کړی و.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد له ازبک سوداګرو غوښتنه کړې، چې له افغانستان نه د صادراتو د زیاتوالي په برخه کې همکاري وکړي.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت په خبرپاڼه کې د دغه وزارت د مرستیال له قوله لیکل شوي، «ازبکستان د افغانستان مشکلات په ښه توګه درک کولای شي بناءً هیله مو ده چې ازبکستان هیواد د افغانستان د صادراتو په زیاتوالي کې له موږ سره همکاري و کړي تر څو د صاداراتو او وارداتو بیلانس سره مساوي شي.»

د سوداګرۍ وزارت له ازبک پلاوي غوښتنه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اټکل شوې سوداګرې دې درې میلیارده ډالرو ته پورته شي خو دا لا نه ده په ډاګه چې اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه څومره ده.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت او ازبکستاني پلاوي ترمنځ د ۴،۵ میلیونه ډالرو په اندازه د ګډې سوداګرۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

نور خبرونه

رادیو