ایران په تېرې جنورۍ میاشت کې د ۸ افغانانو په ګډون اوه اتیا کسان اعدام کړي

۳ ساعتونه مخکې

د «هه‌نګاو» په نوم د بشري حقونو سازمان چې په جلاوطنۍ کې فعالیت کوي او د ایران اسلامي جمهوریت د بشري حقونو د سرغړونو پېښو په تړاو راپورونه ورکوي وايي، چې دغه هېواد په تېرې جنورۍ میاشت کې ۸۷ کسان اعدام کړي دي.

دغه بنسټ د شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۳مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې په دغو اعدام شویو کسانو کې اته افغانان هم شامل دي.
د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، د ۸۲ اعدام شویو کسانو بشپړ هویت تایید شوی او د پنځو نورو کسانو د هویت په تړاو څېړنې روانې دي.
د هه‌نګاو د راپور پر بنسټ، په یاد شمېر کسانو کې ۳۵ تنه د نشه‌يي توکو اړوند جرمونو، ۵۰ تنه یې د وژنې او دوه نور یې د جنسي ځورونې په تور اعدام شوي دي.
د یاد بنسټ په راپور کې راغلي: « ایران په تېرې جنورۍ میاشت کې ۱۷ کُردي، ۱۰ لُر او څلور هم بلوڅ بندیان اعدام کړي دي.»
‎ د بشري حقونو یاد بنسټ زیاته کړې، چې په ایران کې د روان زېږدیز کال د جنورۍ میاشتې پرمهال د اعدامونو شمېر د تېرکال جنورۍ میاشتې په پرتله ۱۷.۵ سلنه لوړ شوی دی.
ورته‌ مهال، هه‌نګاو ویلي چې د ایراني دولت دغه سازمان ته د ۸۷ کسانو له ډلې څخه یوازې د درېیو کسانو اعدامونه منلي دي.
‎ د دغه سازمان راپور څرګندوي، چې په تېره جنوري میاشت کې د ایران په البرز ولایت کې ترټولو دېر اعدامونه چې شمېر ۲۰ ته رسېږي، اجرا شوي دي. همداراز فارس ولایت بیا له البرز وروسته دویم ولایت دی، چې د اعدام ۱۴ حکمونه په‌کې اجرا شوي دي.
د یادونې ده چې د هه‌نګاو په راپور کې ویل شوي، چې په تېره جنوري میاشت کې د ښځو یا له ۱۸ کلونو کم ‌عمر لرونکو ماشومانو د اعدام هېڅ پېښه نه ده ثبت شوې.

نور خبرونه

رادیو