د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري اژانس د خبر له مخې د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست ګرځندوی امریت په جلال اباد ښار کې ۲۳ سیاحتي او زیارتي شرکتونه مهرلاک کړل.
طالبان وايي چې تړل شوو شرکتونو د فعالیت جوازونه نه درلودل.
د ننګرهار د طالبانو اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی امر عيد محمد حنفي وايي د شرکتونو د چارو څار سره یې نن هغه ۲۳ هغه شرکتونه او د انلاين خدماتو دفترونه، چې جوازونه يې نه درلودل مهرلاک کړل.
د ګرځندوی امر زياته کړه؛ دا پروسه به تر هغې دوام مومي، څو ټول شرکتونه قانوني جوازونه ترلاسه کړي.
خو په ننګرهار کې د سیاحتي او زیارتي شرکتونو ځیني مسوولان نیوکه کوي چې د کاروبار خونده یې چندانې نشته خو طالبان ترې د جواز د نوي کولو او مالیې په نامه زیاتې پیسې غواړي.
په ننګرهار کې د سیاحتي او زیارتي شرکتونه زیاتره د ایران پاکستان وېزو په بدل کې کمېشن اخلي اودغه وېزې په لوړه بیه په تور بازار کې خرڅوي.