د امریکا د مرستو له بندولو وروسته د طالبانو روغتیا وزير جلال جلالي د ۴ موسسو له مسولینو غوښتي، چې د روغتیایي خدماتو د وړاندي کولو پروسه اغېزناکه تطبیق کړي.
خو تر دې مخکې نړيوالو روغتیايي سازمانونو اندېښنه ښودلې، چې دغه مرستې بندول به په افغانستان کې وګړي سخت اغېزمن کړي.
د طالبانو روغتیا وزارت د شنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي، چې جلال جلالي د ماشومانو د ساتنې ادارې (Save the children)، ورلډ ويژن، ایم سي او سي ار ایس له مسولينو سره په ليدنه کې د مور او ماشوم برخې روغتیايي خدماتو ته پر لا زياتې پاملرنې هم خبرې کړې.
په اعلامیه کې راغلي، چې دوی د معياري روغتيايي خدماتو پر وړاندي کولو ټينګار کړی او د لا زياتې پاملرنې غوښتنه یې کړې.
طالبانو ويلي، چې د موسسو مسولينو د دوی د وزارت سره د ګډې همږغۍ او د معياري خدماتو د وړاندي کولو ډاډ ورکړی.
د روغتیا نړۍوال سازمان یوې لوړ پوړي چارواکې حنان بلخې د سلواغې په مياشت کې د اندېښنې په ښودلو ویلي و، چې د امریکا له لوري پر روغتیا نړۍوال سازمان باندې د مرستو بندول به په افغانستان کې د پولیو کمپاین سخت اغیزمن کړي.
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بې ساري ډول د نږدې ۹۰ ورځو لپاره د ټولو بهرنیو مرستو د ځنډولو امر وکړ ترڅو د هغه ادارې ته دا وخت ورکړي چې ارزونه وکړي چې ایا متحده ایالات د ډېری بشردوستانه، پرمختیایي او امنیتي پروګرامونو تمویل ته دوام ورکړي او کنه.