د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د سیګار ۶۶م درې میاشتنی رووستی راپور ردوي او وايي، داعش ځپل شوی او قوت یې له منځه تللی دی.
سیګار په خپل وروستي راپور کې د امریکا کانګرس ته ویلي، چې ترهګرو ته پر خوندي پټنځي د افغانستان د بدلېدو په اړه اندېښنې لا هم پر خپل ځایی پاتې دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال د دغې ډلې تر واک لاندې ملي راډیو سره په خبرو کې په افغانستان کې د بهرنیو ډلو او داعش شتون ردوي.
نوموړي ویلي، د امریکايي ځواکونو په شتون کې داعش د افغانستان ځینو سیمو باندې ولکه لرله، خو اوس دغه ډله طالبانو ځپلې او ټول قوت یې له منځه تللی.
د نوموړي په خبره: «د ګوتو په شمېر کسان که پاتې وي هغه پټ فعالیت کوي او هر څه یې د کشفي او امنیتي ځواکونو له لوري څارل کیږي. د دې پدیدې د خطر د مخنیوي لپاره د افغانستان کشفي، امنیتي او دفاعي ځواکونه پوره دې او په دې اړه یې ښه او موثر ګامونه اخیستي دي.»
فطرت ویلي، چې داعش د افغانستان لپاره هیڅ د ګواښ وړ نه ده.«داعش په افغانستان کې ګواښ بلل او په غیر مستقیمه توګه بزرګنمايي یې یوازې د دې پدیدي لپاره کمپاین دی چې باید څوک یې ونه کړي.»
حمدالله فطرت په افغانستان کې د بهرنیو وسلوالو د شتون په هکله هم د سیګار تازه راپور ردوي او وايي: «بله دا چې په افغانستان کې خپل سري او بهرنۍ ډلې نشته. په دې تړاو په راپور کې چې کومې خبرې راغلې حقیقت نه لري او موږ یې ردوو.»
همدارنګه د طالبانو د اقتصاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د امریکا له خوا ۳،ده ډالرو د افغانستان په اقتصادي وضیعت د پام وړ کوم اغییزيي نه ديکړي او امریکا د دې پیسو ډیره برخه نړیوالو موسسو د خپلو لګښتونو او پاتې یې د بشري مرستو تر عنوان لاندې په بېلابېلو برخو کې خلکو ته ځانګړې کړي وي.
په خبر پاڼه کې لیکل شوي«د امریکا لخو د مالي او اقتصادي تحریمونو سربیره تر ۹ میلیارده ډالرو زیاتې زمونږ اسعاري زیرمې چې د افغانانو شتمني ده کنګل شوي چی زمونږ ملی اقتصاد یې اغیزمن کړی د امریکا لخوا د ددغو زیرمو تخصیص، کارولو او لیږد په اړه هر ډول اقدام د منلو وړ نه دی، مونږ د نړیوالې ټولنې او هیوادونو څخه غواړو چی دا مالي سرچینې د افغانستان مرکزي بانک ته وسپارل شي ترڅو د پولي ثبات د ساتلو، د مالي سیستم د پیاوړتیا، له نړۍ سره د سوداګرۍ د اسانتیا او دهیواد داقتصادي ثبات لپاره ترې ګټه پورته شي.»
د سیګار په ورستي راپور کې ویل شوي، چې ترهګریزې دلې په افغانستان کې خپل فعالیت ته دوام ورکوي او داعش خراسان لا هم د دغه هېواد او سیمه ییز امنیت لپاره ستر ګواښ دی.
که څه هم طالبان په واکمنېدو سره د داعش د له منځه وړلو ادعا کوي، خو وخت ناوخت د دې ډلې پرضد عملیات کوي.
داعش هم د طالبانو د کډوالو وزیر خلیل حقاني په ګډون د دې ډلې ځینې ولایتي چارواکي په ځانمرګو بریدونه کې وژلي او په دې ډول یې په افغانستان کې خپل شتون زباد کړی دی.