د طالبانو حکومت د هوټلونو شرکت وايي، د کابل سرینا هوټل شل کلن تړون پای ته رسېدلی دی.
د دوی دا خبره د سرینا هوټل د ادارط د پرونۍ خبرپاڼې په ځواب کې ده چې ویې وویل، د شنبې په ورځ به د طالبانو د مداخلې له امله له شاوخوا دوو لسیزو فعالیت وروسته په کابل کې خپله څانګه وتړي.
د طالبانو اړوند د هوټلونو شرکت نن «د سلواغې ۱۳مه» د خبرپاڼې په خپرولو سره سرینا هوټل د کابل هوټل په نوم یاد کړی دی او ویلي یې دي: د کابل هوټل له ۱۳۲۳ هجري قمري کال راهسې د هوټلدارۍ په برخه کې فعالیت لري او په ۱۳۸۲ کال کې د اغا خان اقتصادي پراختايي صندوق اړوند د افغانستان لپاره د سیاحتي خدمتونو د ترویجي شرکت سره تړون وکړ. »
طالبانو په دې خبرپاڼه کې لیکلي:« یاد شرکت په تېرو ۲۰ کلونو کې د «کابل سرینا» په نوم معیاري خدمتونه وړاندې کړل.»
دوی ویلي، چې د طالبانو د هوټلونو شرکت ورسره قرارداد پای ته ورساوه او له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د کابل هوټل فعالیت په عادي ډول دوام لري.
د طالبان اړوند د هوټلونو شرکت وايي چې د کابل هوټل د خدمتونو د لا معیاري کولو په موخه یې له یوه نړیوال شرکت سره تړون لاسلیک کړ.
طالبانو د نوي تړون په اړه هېڅ جزییات نه دي په ډاکه کړي او نه یې هم د نوي شرکت په اړه څه ویلي دي خو ادعا کوي چې دغه نړیوال شرکت د هوټلدارۍ په برخه کې کافي تجربه لري او کابل هوټل خدماتي چارې به په معیاري ډول پرمخ وړي.
افغانستان انټرنشنل په دې وروستیو کې راپور ورکړی و، چې طالبانو د کابل سرینا پنځه ستوریز هوټل د اغا خان له پراختیايي شبکې نیولی دی.
د کابل سرینا هوټل ادارې د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۱۲مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په کابل کې د دولتي پلاوي له کوربه توب او د نړۍوالو معیارونو سره سم د خدمتونو له وړاندې کولو دوه لسیزې وروسته به خپل فعالیتونه پای ته ورسوي.
په خبرپاڼه کې راغلي و، چې د دغه هوټل مدیریت به د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه د دولتي هوټلونو شرکت«ایچ ایس او سي» په غاړه وي.
سرینا هوټل په دې بیان کې لیکلي چې په ۹ هېوادونو کې په ۳۳ نورو څانګو کې د خپلو مېلمنو د کوربه توب لپاره د خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.
افغانستان انټرنیشنل لومړی د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی و، چې طالبانو د سرینا هوټل مدیریت د اغا خان د پراختیایي شبکې او د افغانستان د پخواني حکومت تر منځ د پخواني تفاهم خلاف بللی دی.
کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته د کابل سرینا هوټل تر درېیو کلونو زیات د لوړ پوړو بهرنیو چارواکو کوربه و. په دغه هوټل کې هغه وخت د پاکستان د استخباراتو (ای ایس ای) مشر فیض حمید او د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي ای اې) مشر ویلیم برنز په څېر شخصیتونو کوربتوب شوی.
کابل سرینا هوټل د کابل ښار په مرکز او ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه موقعیت لري. د اغا خان پرمختیايي شبکې د دغه هوټل د جوړولو لګښت ۲۵ میلیونه ډالره اعلان کړی و.