د طالبانو مخالفې څېرې د «امریکا سولې بنسټ» پلاوي سره د افغانستان سولې بهیر په تړاو غږېدلي

۲ ساعتونه مخکې

د افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت په نوم عالي شورا یو شمېر کلیدي مشرانو د «امریکا سولې بنسټ» له پلاوي سره لیدلي دي.

دا لیدنه چې د شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۳مه) په انقره کې شوې د عبدالرشید دوستم، محمد محقق، الماس زاهد او بصیر انور په ګډون په‌کې د نوموړې شورا یو شمېر لوړپوړو کسانو حضور درلود.
د غونډې یو ګډون‌وال افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د امریکا د سولې نړۍوال بنسټ پلاوي د مقاومت عالي شورا له مشرانو سره د افغانستان سولې بهیر د بیا پېلېدو په تړاو خبرې‌ اترې کړې دي.
هغه زیاته کړې، چې د مقاومت عالي شورا مشرانو په هېواد کې د سولې او ملي پخلاینې د مذکراتو په تړاو خپل دریځونه مطرح کړي دي.
د دې ناستې ګډونوال محمد محقق هم ویلي، چې دوی د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا د جوړونې موخو په تړاو امریکایي پلاوي ته وضاحت وړاندې کړی دی.
د هغه په وینا، دا شورا د ملګرو ملتونو تر نظر لاندې د ټولو ښکېلو هېوادونو په ګډون د افغانانو ترمنځ د سولې خبرواترو ته د زمینې برابرېدو په موخه جوړه شوې ده.
محقق د امریکايي پلاوي په حواله لیکلي دي: «تېر درې کاله د ښاغلي بایډن په حکومت کې د افغانستان په هکله بحث هېر شوی و او په دې په تړاو خبرې کول د هغه وخت دولت د رایجو سیاستونو خلاف وو.»
بل‌خوا امریکايي پلاوي ټینګار کړی، چې نوی حکومت تصمیم لري څو د افغانانو ترڅنګ ودرېږي او د واقعې سولې او د یوه ټول‌ګډونه حکومت د رامنځته ‌کولو لپاره هڅې وکړي.
د یادونې ده، چې په دې ناسته کې د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا غړو یونس قانوني، عبدالرب رسول سیاف او عطا محمد نور حضور نه درلود.
دا ناسته په داسې حال کېږي، چې له دې مخکې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا یو شمېر مشران په ترکیه کې د پاکستان استخباراتي ادارې (ای‌اېس‌ای) له یوه پلاوي سره لیدنه کوي، خو د یادې شورا ویاند خالد پښتون دا لیدنه پروپاګند بولي.

نور خبرونه

رادیو