طالبان وايي له کندهار د څه باندې ۱۳۰ میلیون ډالرو په ارزښت انځر بهر ته صادر شوي
د طالبانو د ویاند دفتر د کندهار د سوداګرۍ خونې په حواله لیکلي چې په تېرو ۹ میاشتو کې یې له کندهار بهر ته د څه باندې ۱۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت، ۲۳ زره او ۴۹۵ ټنه وچ انځر صادر شوي دي. طالبان وايي د دې وچې مېوې ډیره برخه هند ته صادره شوې ده.
خو په کندهار کې د سوداګرۍ خونې مسوولینو د لړم په ۲مه ویلي و، په تېرو دوو میاشتو کې یې هندوستان، عربي متحده امارات او ځینو نورو هېوادونو ته له ۱۳ زره ټنو ډېر انځر صادر کړي دي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولانو د شمېرو له مخې تېر کال له کندهاره یو شمېر هېوادونو ته په ځانګړې توګه هندوستان ته ۳۰زره ټنه انځر صادر شوي وو.
په کندهار کې د طالبانو ویاند دفتر کې د ټولنیزو رسنیو مسوول شمس الله صمیم نن شنبې «د سلواغې ۱۳مه» په خپل اېکسپاڼه کې د کندهار د سوداګرۍ خونې د مسوولانو په حواله لیکلي چې په دې وروستیو کې په کور دننه د سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوې ډيرې شوې، چې ورسره بهر ته صادرات هم زیات شوي دي.
څو میاشتې وړاندې د طالبانو سوداګرۍ وزارت ویلي و، چې هند ته د افغانستان د صادراتو په برخه کې یې وچ انځر، سونډ یا زنجبیل، زعفران، ممیز، شنه ځیره او بادام صادر کړي او له هند یې افغانستان ته بوره، د صنعتي فابریکو لپاره خام مواد، نوي کالي او نخود وارد کړي دي.
د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند د (لړم ۱۹مه) په خپله ایکسپاڼه لیکلي ول، چې د ۲۰۲۴ کال په لسو میاشتو کې له هند سره د افغانستان سوداګري نږدې۶۵۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلې، چې له دې جملې شاوخوا ۴۴۷ میلیونه ډالر صادرات او نږدې ۲۰۳ میلیونه ډالره واردات شوي.
دا هغه شمېرې دي، چې خپله هند نه دي تایید کړې او نه هم په افغانستان کې دا مهال داسې خپلواکه اداره شته چې دغه شمېرې تایید کړي.
د انځرو باغونه د کندهار په شاه ولیکوټ، نېش او معروف او د زابل په میزانه، ارغنداب، ښهر صفا او نورو سیمو کې دي چې هر کال پرېمانه حاصلات ورځينې راټولېږي.