د طالبانو امربالمعروف او شکایتونو اوریدو وزیر په یو غږیز کلېپ کې چې د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون د (سلواغې ۱۳مه) خپور کړی په کې یې طالبانو ته سپارښتنه کړې، چې د دوښمن د ګواښونو له کبله له خپلو موخو او نظریو څخه په شا نه شي.
د طالبانو دغه سختدریځی وزیر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې څه موده وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو ګواښ وکړ چې پر د طالبانو پر مشرانو به د القاعده شبکې تر مشر هم لوړې جایزې وټاکي.
خالد حنفي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته په اشارو طالبانو ته سپارښتنه کړې چې له ګواښونو دې ونه ډار شي او پرې د ټاکل کیدونکو جایزو ته دې چندان پام نه کوي. هغه طالبانو په دغه غږیز کلېپ کې سپارښتنه کړې چې خپله طالبي مفکوره دې وپالي او له هېڅ ډول ګواښ سره به مخ نشي.
هغه وویل: «که څوک اخطارونه درکوي، میلیونونه جایز ټاکي؛ نو استقامت دې ته ویل کېږي چې مسلمان باید خپلې موخې پرېنږدي».
د خالد حنفي دغه وینا کې امریکا ته په اشارې سره طالبانو ته ویلي چې «کفار به ستاسې پر ضد بېلابېلې دسیسې او تګلارې جوړوي ؛خو باید پر وړاندې یې استقامت ولرئ».
د ملا هبت الله له لوري د ښځو پر ضد سختدریځو فرمانونو دا پلی کوونکی وزیر په کور دننه او بهر د بشري حقونو او ښځو اړوند په سرغړونو تورن دی.
هغه د ملا هبت الله له هر ډول فرمانونو څخه دفاع کوي.
دغه طالب وزیر پخوا په ویډیو ویناوو او انځورونو کې هم راڅرګندیدو؛ خو وروسته له هغې چې د طالبانو مشر د ساه کښو څیزونو انځورونه ناروا وګڼل ده هم ویډیوې ویناوې او انځورونه خپرول پرېښې دي.
د خالد حنفي له دغو څرګندونو سره هم مهاله ډونالډ ټرمپ پر طالبانو نغدي کڅوړې هم بندې کړي او له دې سره طالبان له سخت اقتصادي ناورین سره هم مخ شوي دي.