د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني وایي، چې د روان کال له پیل راهیسې څه باندې یو میلیون غیر قانوني کډوال خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي.
هغه زیاته کړه، چې له یاد شمېر کډوالو څخه ښایي ۵۰ سلنه یې بېرته ایران ته راګرځېدلي وي.
سکندر مومني د سې شنبه په ورځ د ایران له دولتي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، چې هېواد یې نور د افغان کډوالو د کوربه توب وړتیا نه لري او هڅه کوي، چې د پولو د تړلو په ګډون د بېلابېلو اقداماتو سره ایران ته د غیر قانوني کډوالو د ننوتلو مخه ونیسي.
نوموړي همداراز اعلان وکړ، چې په ایران کې څه باندې شپږ میلیونه بهرنیان ژوند کوي، چې د دوی له جملې څخه لږ تر لږه دوه میلیونه یې اسناد نه لري.
هغه د بې اسنادو کډوالو پر شړلو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د دغو کسانو له اېستلو پرته بله لار نه شته.
د ایران د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې له کډوالو سره د مرستې لپاره بهرنۍ مرستې کمې شوې دي او تر څنګ یې دغو کډوالو له ایرانیانو کاري فرصتونه هم نیولي دي.
په ایران کې له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغان کډوالو پر وړاندې سخت اقدامات ترسره شوي او لا هم روان دي، چې په ترڅ کې یې لکونه افغانان په زور له دغه هېواده افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.